د شمالي وزيرستان په مرکز ميران شاه کې د امنیتي سرتېرو په ګاډي چاؤدنه کې دوه عسکر ژوبل شوي دي.
د شمالي وزيرستان د انتظامیې په وېنا د امنیتي سرتېرو ګاډی نن د جمعې په سهار د ميران شاه په بايي پاس سړک په ګزمه بوخت ؤ او په دغه مهال پرې چاؤدنه شوې ده.
چارواکو پخلی کړی چې د چاؤدنې له امله دوه سرتيري ژوبل شوي او د ميران شاه روغتون ته منتقل کړی شوي دي.
ويل شوي په ژوبلو کې د يو سپاهي روغتيايي حالت ډېر ښه نه دی خو د دواړو ژوبلو درملنه روانه ده.
په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.
د چارواکو په وېنا د پېښې وروسته علاقه په ګېره کې اخيستی شوې او د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.
وي او ای ډيوه ته سرچينو ويلي په بايي پاس سړک د ګاډو تګ راتګ ودرول شوی او په علاقه کې ګرځبنديز يا کرفیو نه ده لګول شوې.
دوه ورځې وړاندې د شمالي وزيرستان په شوه تحصيل کې د تېلو د يوې شخصي کمپنۍ په ګاډي بريد کې څلور تنه وژل شوي وو.
د پاکستان پوځ په کال ۲۰۱۴م کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم د وسله والو طالبانو تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي او ادعا کوي چې په سيمه کې يې په بشپړ ډول امن پرځای کړی دی خو په علاقه کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کېدل دوام لري.