لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اردوغان له سعودي څخه وغوښتل چې د وژل شوي خبریال د مړي ځای دې وښيي


اردوغان د خپل ګوند غړو ته د خاشقجي د وژنې په اړه د خبرو په حال کې
اردوغان د خپل ګوند غړو ته د خاشقجي د وژنې په اړه د خبرو په حال کې

واشنګټن ډي سي: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له سعودي عربستان څخه د جمعې په ورځ وغوښتل چې د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي د بدن د ټوټو ځای دې وښيي.

اردوغان دا هم ویلي چې سعودي دې هغه سیمیز کس هم ورته ور وپېژني چې د ادعاو له مخې يې د وژل شوي خبریال د بدن ټوټې د سعودي له کونسلګرۍ څخه ویستې دي.

اردوغان په پارلمان کې د خپل ګوند ولایتي غړو ته په وینا کې دا هم ویلي چې عنقره د خبریال د وژلو په اړه زیات ثبوتونه لري خو هغه په دې اړه نور معلومات نه دې ورکړي.

اردوغان وړاندې وویل، د سعودي عربستان لوی څارنوال به د اتوار یا یکشنبې په ورځ استنبول ته راشي او د خاشقجي د وژنې په اړه د پلټنو په برخه کې به له ترکي چارواکو سره وګوري.

سعودي عربستان د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي وو چې د خاشقجي وژنه د هغو معلوماتو پر بنسټ له مخکې پلان شوې وه چې د ترکیې لخوا ورکړل شوي وو.

خو هغه څه چې څرګند نه شول هغه دا دي چې له مخکې څخه دغه نیول شوی پلان چا جوړ کړی وو.

د سعودي په بیان کې دا هم ویل شوي چې له مشکوکو کسانو څخه د څارنوالانو پلټنې اوس هم روانې دي او په ورته وخت کې سعودي له دغې پېښې سره په تړاو پنځه چارواکي له دندو ګوښه کړي او ۱۸ نور یې نیولي دي.

د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ګډون نړیوال ناقدین وايي، د سعودي واکمن ولیعهد محمد بن سلمان ددغې وژنې مسولیت په غاړه لري.

خو کرملن د جمعې په ورځ وویل، روسیه په دې باور ده چې د سعودي شاهي کورنۍ د خبریال په وژنه کې لاس نه لري.

د کرملن ویاند ډیمټري پیسکوف وویل:

"هم د پاچا لخوا رسمي بیان شته او هم د ولیعهد محمد بن سلمان لخوا او هېڅوک نشي کولای چې پرې باور و نه کړي. "

په ورته وخت کې د وژل شوي خبریال زوی صلاح خاشقجي څخه سفري بندیز لېرې شوی او هغه اوس له سعودي څخه وتلی او اجازه ورته ورکړل شوې چې امریکا ته راشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ریاض ته د خپل سفر پر مهال په څرګندو ټکو ویلي وو چې واشنګټن غواړي په صلاح باندې دې لګول شوی سفري بندیز لېرې کړای شي.

وژل شوي خبریال جمال خاشقجي د واشنګټن ډي سي په شا او خوا سیمو کې ژوند کاوه خو دا لا څرګنده نه ده چې د هغه زوی به اوس په امریکا کې چېرې و اوسېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG