لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ۲۵ جولايۍ په انتخابي عمل کې د پوځ لاس وهنه، د مطبوعاتو طرفداري ليدل شوې، يورپي څارونکي


پاکستان کې د ۲۵م جولایۍ د انتخاباتو د عمل څارونکي د يورپي يونين ماموريت ويلي، په انتخابي عمل کې د پوځ د لاس وهنې د رپوټونو ترڅنګ ميډیا طرفداري کړې ده.

د يورپي يونين څارونکو ويلي د پاکستان د ټاکنو کمېشن په انتخابي عمل کې د روڼتيا او احتساب په لړ کې محدوده هڅې کړي دي.

د يورپي څارونکو ماموریت ويلي، په پولينګ سټېشنو پوځ په پراخه کچه ګمارل شوی او"دوی ته ځينې داسې رپوټونه ترلاسه شوي چې دوی (پوځ) په انتخابي عمل کې لاس وهنه کړې يا يې د پارټۍ ايجنټانو ته د پولينګ سټېشن نه د بهر وتلو ويلي دي".

د څارونکو ماموريت د جمعې په ورځ د ۲۵م جولايۍ د عامو انتخاباتو په اړوند خپل رپوټ وړاندې کړی دی.

ماموريت ویلي مطبوعاتو انتخاباتو ته پراخه ځای ورکړی خو طرفداري يې کړې ده.

د رپوټ ترمخه په مطبوعاتو "او تر دې چې په رياستي ټيلي ويژن انتخابي سيالانو ته يو شان ځای نه ده ورکړی شوی او په مطبوعاتو د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ايي)، پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز ګوند ته په شريکه ۸۱ برخه ورکړی شوې وه".

ويل شوي د مسلم ليګ ن مخ په منفي توګه ښکاره کړی شوی او پيپلز ګوند بې طرفه او مثبت ښکاره کړی شوی دی.

او د پي ټي ايي بې طرفه او مثبت ښکاره کولو سره د دغه ګوند مشر ياده سياسي څېره ښکاره کړی شوې کوم څه چې هغه ته په ځانګړي ډول ګټه ورکړې او ښه چاپېريال يې ورته جوړ کړی ؤ.

​په رپوټ کې ويل شوي، "د مديريت په پاليسيانو (اېډيټوريل پاليسیز) کې د پوځ، د رياست امنيتي جوړښتونه او عدليې په تړاؤ مسلې ډېرې په احتياط وړاندې کړی شوي دي".

د څارونکو د ماموريت مشر مايګل ګېلر دغه رپوټ وړاندې کړی او په انتخابي عمل کې يې د اظهار رایې په ازادۍ هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي ويلي د کال ۲۰۱۳م د انتخاباتو په مهال چې کوم ۵۰ وړانديزونه شوي وو په هغو کې په ۳۵ لږ ډېر کار شوی خو ماموريت اوس هم په ځينو اړخونو اندېښنې څرګندې کړي دي.

ماموریت په انتخابي نتيجو کې د ټېکنالوجۍ په کارولو اطمينان نه دی څرګند کړې.

په رپوټ کې د پاکستان الېکشن کمېشن ته د راتلونکو انتخاباتو دپاره وړانديزونه شوي او د الېکشن کمېشن په انتخابي عمل کې د روڼ رول ترسره کولو دپاره په قانون کې د بدلون ويل شوي دي.

پاکستان کې د ۲۵م جولايۍ د عامو انتخاباتو په ورځ چې څنګه انتخابي عمل سرته ورسېدو د پاکستان تحريک انصاف ګوند نه علاوه نورو ټولو سياسي ګوندونو نيوکې پېل کړې وې.

سياسي ګوندونو د خپلو ايجنټانو د نتيجو په وخت د پولينګ سټېشنو څخه بهر ویستلو او د نتيجو وروستو کولو شکايتونه کړي او په انتخاباتو يې د درغليو تورونه لګولي وو.

خو د پاکستان الېکشن کمېشن ويلي ؤ انتخابات په روڼتيا سره ترسره شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG