د پاکستان ځايي ميډيا وايي د امريکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي د ملا عبدالغني برادر خوشي کېدل د افغانستان د اوږدې مودې غوښتنه وه چې پوره شوې ده.
د ډان ورځپاڼې ويلي، د امريکې د بهرنيو چارو وزارت ورته د ملا برادر د خوشي کېدو د پوښتنې په ځواب کې ويلي،
"مونږ (امريکا) په دغو رپوټونو خبر يُو او غواړو چې تاسو په دې د پاکستاني چارواکو او افغان دولت سره تماس ونيسئ، چا چې پرله پسې غوښتنه کوله چې د هغه (ملا برادر) خوشي کېدل به د سولې د بهير دپاره مرستندويه وګرځي".
پاکستان په رسمي ډول د ملا برادر د خوشي کېدو په اړوند څه نه دي ويلي او د زيارت، پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر ویاند محمد فېصل نه د ملا برادرد خوشي کېدو په اړوند بيا بيا پوښتنې شوي خو هغه ورته ځواب نه دی ويلی.
د شورو، چهارشنبې په ورځ طالبانو وي او ای ته پخلی کړی ؤ چې پاکستان ملا برادر خوشی کړی دی.
او طالبانو بيا په خپل يو بيان کې ويلي،"د ملا برادر د خلاصون په سلسله کې هیڅ راز معامله او واسطه نه ده رامنځ ته شوې، یواځې دعاګانې يې د خلاصون ذریعه ده".
طالب وياند ويلي، د طالبانو پخوانی مرستيال له تېرو نهه کلونو راهسې په پاکستان کې بندي وو.
ملا عبدالغني برادر پاکستاني او امريکايي استخباراتي او امنيتي چارواکو په کال ۲۰۱۰م کې په کراچۍ کې په ګډو عملیاتو کې نيولی ؤ.
د ملا برادر د خوشي کېدو خبر په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې څيړونکي وايي، ښايي د برادر خوشي کول د امريکې او په قطر کې د طالبانو د خبرو برخه وي.
په قطر کې تېره میاشت د طالبانو سره د امریکا د استازي زلمي خليلزاد په مشرۍ پلاوي ليدلي وو.
پاکستان وايي په افغانستان کې د روغې جوړې د خبرو ملاتړ کوي او په دغه لړ کې خپل رول لوبوي او په وروستيو کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان په سعودي عرب کې ويلي ؤ دوی هيله لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې مخ په وړاندې لاړې شي.
ځينې څيړونکي د ملا برادر خوشي کېدل په پاکستان د امریکا فشار هم ګڼي.
د نهې، سه شنبې په ورځ د امريکا د بهرنيو وزير مايک پومپيو په پاکستان غږ کړی ؤ چې په افغانستان کې جګړه ودروي کنه حساب به ترې وغواړي.
هغه ويلي ؤ د پاکستان نه تمه کوي چې په خپله خاوره ترهګرو ته نورې ځالې نه ورکوي، "مونږ نه شو کولو چې دا پېغام (پاکستان ته) نور روښانه کړو، او پاکستان که په خپلو هڅو کې رښتونی نه ؤ او اهداف يې ترلاسه نه کړه حساب به ورسره وکړو".
امریکا او افغانستان په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره یې ترهګر ساتلي دي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي تل يې په افغانستان کې د سولې ملاتړ او هڅه کړې ده.