لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زرداري: په ۱۸م آییني بدلون کې مو پښتنو ته نوم ورکړ ځکه چې هغوی نوم نه درلود


په پاکستان کې په دې وروستیو کې اکثرو سیاسي ګوندونو دا اندېښنې څرګندې کړې چې ګواکې په بېلابېلو دسیسو په هېواد کې د اتلسم آییني بدلون د بیرته ختمولو هڅې کېږي.

د پاکستان پخوانی ولسمشر او د پیپلز ګوند مرستیال مشر آصف علي زرداري دعوه کړې، چې د اوسني مرکزي حکومت له خوا پر ده باندې له هرې خوا دایره را تنګېږي او ملګري یې نیول کېږي. وایي دا کار د هغې پراخې دسیسې برخه ده چې مقصد یې اتلسم آییني بدلون بیرته شاته غورځول او ردول دي.

د خالي- شنبې په ورځ په لاهور ښار کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې ښاغلي زداري وویل، اتلسم آییني بدلون د ټولو صوبو په ګټه دی، خو وایي تر ټولو زیاته ګټه یې پنجاب ته رسېږي ځکه چې ابادي یې زیاته ده او مرکزي حکومت به ورته زیاته بودیجه ورکوي:

"د انتخاباتو په ورځو کې راته څرګنده شوه چې پر ما ولې له هرې خوا وارونه کېږي، دا هڅه خو وشوه چې له موږه د سیند حکومت واخلي خو وس یې ونه رسېد، زه اوس پوه شوم چې دا د اتلسم بدلون جګړه ده او دوی پوهېږي نه چې که حتی که زه هم وغواړم آییني بدلون ختم کړم نه یې شم ختمولای، بلوچستان یې نه راسره مني، پښتونخوا، پنجاب او سیند یې راسره نه مني"

د اتلسم آییني بدلون قانون د پیپلز ګوند د حکومت په وخت په ۲۰۱۰م کال کې د ټولو ګوندونو په خوښه له مرکزي پارلمانه منظور شو، چې په اساس یې په هېواد کې د ولسمشر اختیارات ختم شول او صوبو ته خودمختاري ورکړل شوه.

د پخوانۍ شمال مغري سرحدي صوبې نوم هم هغه وخت په خیبرپښتونخوا واړول شو. آصف علي زداري وویل چې په آیین کې اتلسم بدلون تر ډېرو هڅو، بحثونو او سوچ و فکر وروسته راوستل شوی دی او حکومت ته به یې د ختمولو اجازه ور نه کړي:

"موږ د بلوچستان لپاره د آغازِ حقوق بلوچستان په نوم اقتصادي پېکج ځکه منظور کړ، چې موږ پوهېدو هندوستان شتمن شوی دی او په بلوچستان کې جګړه روانه ده، که موږ پښتنو ته د خیبرپښتونخوا نوم ورکړ هغوی ته مو پېژندنه ورکړه او د دې ضرورت وو، پښتنو شناخت او پېژندنه غوښته ځکه تر اوسه دوی ته پېژندنه ورکړل شوې نه وه".

د پیپلز ګوند مرستیال مشر د دې پوښتنې په ځواب کې- چې ګواکې ده له وزیراعظم عمران خان څخه د این آر او د اخیستلو هڅه کړې- وویل چې هیڅ اړتیا ورته نه لري.

د این آر او یا د ملي پخلاینې قانون د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په وخت کې جوړ شوی وو، چې په اساس یې هغو سیاستوالو ته "عام بخښنه" کړې وه، چې له ۱۹۸۶م تر ۱۹۹۹م کال پورې یې د بېلابېلو جرمونو په تور سیاسي مقدمې ورباندې درج شوې وې.

د پخواني ولسمشر آصف زرداري تر خبري غونډې څو ګېنټې وروسته د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري د هغه اندېښنو ته په ځواب کې وویل، چې اتلسم آییني بدلون ته هیڅ خطر پېښ نه دی:

"نه اسلام په خطر کې دی، نه جمهوریت ته څه خطره پېښه ده او نه هم اتلسم آییني بدلون له کوم خطر سره مخ دی، که خطر دی نو د این آر او اتحاد مشرانو ته خطر دی. دوی ځکه هرې خواته تیاره په سترګو ویني"

د اتلسم آییني بدلون د ختمولو اندېښنې له هغه وروسته زیاتې شوې چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د روان کال په مارچ میاشت کې له خبریالانو سره په خبرو کې د ۱۸م بدلون پر ځینو برخو خپله اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې دې بدلون د صوبو او مرکز تر منځ توازن ګډوډ کړی دی.

د پاکستان اکثرو سیاسي ګوندونو د پوځ د مشر دا بیان په اتلسم آییني بدلون کې د پوځ لاسوهنه وبلله. که څه هم د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور تر هغه وروسته وویل، چې پوځ له اتلسم آییني بدلون سره کار نه لري، خو اکثرو لویو ګوندونو داسې و انګېرله چې ګواکې پوځ د اتلسم آییني بدلون د له منځه وړلو هڅه کوي.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په مارچ میاشت کې په بنو کې یوې جلسې ته په وینا کې په لومړي ځل اندېښنه څرګنده کړې چې په هېواد کې د اتلسم آییني بدلون د ختمولو هڅې کېږي چې ویل یې پیپلز ګوند به یې په هر حالت کې مخه نیسي. د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته په تېره سپټمبر میاشت کې هم بلاول بوټو په پارلمان کې وینا ته د اتلسم آییني بدلون د له منځه وړلو په ضد د را پاڅېدو خبرداری ورکړی وو.

د دې تر څنګ د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان هم څو ورځې وړاندې پخپله یوه خبري غونډه کې ویلي وو، چې که د اتلسم آییني بدلون په قانون کې څه ترمیم راوستل شي نو دا به د پاکستان د راتلونکي لپاره بدې نتیجې ولري.

XS
SM
MD
LG