لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د یهودیانو په عبادتخانه ډزو کې د وژل شوؤ شمېره ۱۱ ته رسېدلې


د خالي په ورځ د امریکا پېنسلوینیا ایالت په پېټسبرګ ښار کې د یهودیانو په عبادتخانه یا سیناګاګ کې په ډزو کې د وژل شوؤ شمېره ۱۱ ته رسېدلې ده.

د ځايي ميډيا ترمخه بريد کوونکی تن د (د ټري اف لايف، د ژوند ونه) نومې عبادتخانې ته ننوتی او په عبادت بوختو خلکو باندې يې ناتاره ډزې کړي دي.

د امريکې مرکزي تحقيقاتي ادارې د پېښې پلټنې پېل کړي او د پيټسبرګ چارواکو ويلي، دا بريد د کرکې په اساس شوی دی.

ويل شوي برید کوونکی مشکوک تن ۴۶ کلن رابرټ بوورز نوميږي اوهغه د پيټسبرګ اوسېدونکی دی په ژوبل حالت کې نيول شوی او په روغتون کې دي.

د راپورونو ترمخه بوورز سره د بريد په وخت ټوپک او درې ګرنېډې وي او په عبادتخانه کې په دغه وخت کې ۸۰ تنه موجود وو.

صدر ډانلډ ټرمپ ويلي چې کله خلک دغه رنګ عمل کوي سزا ورته ورکول پکار دي، دې خبرې ته اړتيا لري چې د مرګ سزا بيرته په ځای کړی شي.

هغه ويلي که يو وسله په لاس تن په عبادتخانه کې موجود وی نو ممکنه وی چې حمله کوونکی تن يې ودرولی وی.

د اسرايل وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو په پېښه د سخت خفګان څرګندونه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG