لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ملک کې خاموشه مارشل لا ده، بزنجو


د نيشنل پارټۍ مشر حاصل بزنجو ويلي په پاکستان کې خاموشه مارشل لا ده او دا په ملک کې د تېرو درېو لګېدلو مارشل لاؤ څخه سخته ده.

په پاکستان کې د تحريک انصاف ګوند د عمران خان په وزيراعظمۍ حکومت دی او په تېرو انتخاباتو کې د تحریک انصاف ګوند نه علاوه نورو ټولو سیاسي ګوندونو د درغليو نيوکې کړې او ويل شوي یاد ګوند ته اسټبلشمنټ حکومت ورکړی دی.

بزنجو د خپل ګوند غونډې ته په وېنا کې ویلي کله يې هم د اسټبلشمنټ په مرسته انتخابات نه دي ګټلي.

هغه ويلي په ملک کې ميډيا د سنسرشپ سره مخ ده او زورورو قوتونو د اظهار رايې ازادي غلې کړې ده او حالات داسې ښکاري چې دا وخت په ملک کې خاموشه مارشل لا ده.

نوموړي د ۱۸م ائيني بدلون په ځينو برخو بیرته اخیستلو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي ګوند به يې د هر دغه ډول اقدام پرضد ودريږي.

دوه ورځې وړاندې د پيپلز ګوند فرحت الله بابر هم یو ټویټ کړی او ويلي يې ؤ د ياد ګوند شريک مشر او پخواني صدر اصف علي زرداري ويلي چې د ۱۸م ائيني بدلون بيرته اخیستو دپاره پرې فشار دی، او ويلي يې که هغه وغواړي خو صوبې به يې ونه مني او تر دې چې پيپلز ګوند به يې هم ونه مني.

هغه خبرداری ورکړی چې د بيرته اخیستو ايجنډا به بلوڅ بغاوت ته نور زور ورکړي.

بزنجو په قامي مالياتي فنډ يا اېن اېف سي اېوارډ کې د بلوچستان د برخې کمولو په اړه ويلي ګوند به يې د صوبې د برخې دپاره مبارزه کوي.

نوموړي د عمران خان نه غوښتنه کړې چې د سعودي عرب سره يې د پېسو په سر کومه خبره شوې په هغې دې د بلوچستان حکومت په اعتماد کې واخلي.

د سعودي عرب حکومت په وروستيو کې پاکستان ته د درې اربه ډالرو قرضو او د درې اربه ډالرو په قرضو د تېلو ورکولو ويلي دي.

عمران خان وايي دا يې غټه کاميابي ده چې د سعودي عرب نه يې قرضه ترلاسه کړې خو د هغه نه مخالفه ګوندونو پوښتنه کوي چې دا قرض يې په کومو شرطونو ترلاسه کړی دی.

خو د تحريک انصاف ګوند وايي سعودي عرب بې د څه شرطه پاکستان ته قرض ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG