لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د اسټريليا نه د ټي ـ ټيونټي درې واړه سيالۍ ګټلي


پاکستان د شل اووريزو (ټي ـ ټيونټي) مقابلو درې وړاه سيالۍ ګټلي او په درې صفر سره يې د اسټريليا لوبډلې ته ماتې ورکړې او ټورنامنټ يې په خپل نوم کړی دی.

په دوبۍ کې ترسره شوې وروستۍ سيالۍ کې پاکستان په ۳۳ رنزونو د اسټريلیا لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.

پاکستان لومړی بېټنګ کړی او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې په پينځه لوبغاړو سوځېدو ۱۵۰ رنزونه جوړ کړي وو.

له دې وړاندې په دوېمه سيالۍ کې پاکستان په ۱۱ رنزونو اسټريليا ته ماتې ورکړې او لومړۍ سيالي يې په ۶۶ رنزونو ګټلې وه.

د ټي ټيونټي سياليو نه مخکې په درېو پينځه ورځنيو سياليو کې يوه پاکستان ګتلې او دوه مساوي شوې وې.

پاکستان دا وخت د کرکټ نړيوالې شورا په درجه بندۍ کې د ټي ـ ټيونټي اول نمبر لوبډله، په يو ورځنۍ درجه بندۍ کې په پينځم او په ټېسټ کې په اووم نمبر دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG