لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان په ګڼو ښارونو کې به نن بيا موبايل او انټرنېټ بند وي


د حضرت امام حسېن (رض) د چهلم يا څلوېښتمې په مهال به نن د نهې، سه شنبې په ورځ په ګڼو ښارونو کې د موبايل ټیليفون او انټرنېټ سروس تړلی وی.

د کورنيو چارو د وزارت په وېنا د صوبو نه ورته د امنيت په موخه د موبايل او انټرنېټ سروس بندولو خواست شوی ؤ.

د ځايي ميډيا ترمخه وزارت ویلي، د مرکزي حکومت په پرېکړه د کورنیو چارو وزارت د ګل په ورځ د موبايل سروس بندولو ويلي ؤ.

ويل شوي د خېبرپښتونخوا په نوښار، کوهاټ، بنو، لکي مروت، ډېره اسماعيل خان، ټانک او اېبټ اباد کې به موبايل او انټرنېټ سروس تړلی وي.

په کوټه کې به هم د موبایل او انټرنېټ سروس بند وي.

د سندهـ صوبې په کراچۍ، حېدراباد، سکهر، خېرپور، جېکب اباد او شکار پور کې د موبايل او انټرنېټ د سروس سره د موټر سايکل په غبرګه سورلۍ هم بندېز لګول شوی دی.

پنجاب کې ويل شوي، لاهور، ننکانه صاحب، ګوجرانواله، سيالکوټ، ناروال، راولپنډۍ، اټک، جهلم، او جنوبي پنجاب په څو ښارونو کې به د موبايل او انټرنېټ سروس تړلی وي.

په پاکستان کې د تېرو څو کلونو راهسې د محرم د عاشورې او چهلم د جلوسونو په مهال د موبايل ټیليفون سروس تړل کیږي.

XS
SM
MD
LG