لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:دماشومانو په جنسي ځورونه دسکول پرنسپل ته د۱۰۵ کالو دبند سزا اورول شوې


په پېښور کې محکمې دیوې شخصي تعلیمي ادارې مشر عطاء الله مروت ته دسکول دماشومانو،د هغوئ دمیندو اؤ ښځینه مامورینو دجنسي ځورونې اؤ دهغوئ د لوڅو ویډيو ګانو جوړؤلو په جرم د۱۰۵ؤ کالو دبند سزا اورولې ده.

دپېښور په حیات اباد سیمه کې تیر کال دشخصي تعلیمي ادارې مشر عطاء الله مروت وروسته له هغې پولیسو نیولی ؤ چې یو طالبعلم پولیس ته شکایت وکړو چې هغه پخپل سکول کې په پټه توګه ماشومانو اؤ دهغوي میندو نه لوڅې ویډیوګانې جوړوي اؤ بیا یې پرې بلیک میل کوي.

پولیسو دحیات الله له نیونې وروسته په هغه ۱۲ بیلابیلې مقدمې سورې کړې وې اؤ ویلي وؤ چې دهغه د ولکې څخه یې لوڅې ویډيوګانې اؤ دنشې دوایانې هم ترلاسه کړي دي.

وروسته حیات الله په محکمه کې خپل جرمونه منلي وؤ خو ویلي یې وؤ چې هغه د خپل سکول په ښځینه مامورینو جنسي تیری نه دی کړی بلکې دبهر نه به یې ښځې خپل سکول ته دبدکارۍ دپاره راوستلې.

نن د پېښور دسیشن جج محمد یونس عدالت مجرم عطاء الله ته دجرمونو په ثابتیدلو بیلابیلو مقدمو کې دټول ټال ۱۰۵کاله دبند اؤ لکونو روپو د جرمانې سزا اورولې ده.

دعطاء الله تعلق په بنیادي توګه د پښتونخوا دلکي مروت سیمې سره دی خو هغه دپېښور په حیات اباد کې میشته ؤ اؤ دلته یې خپل یو سکول هم پرانستی ؤ.

په ۱۴ جولایي کال ۲۰۱۷م کې دهغه د سکول یو طالبعلم دپېښور په حیات اباد تاڼه کې خپل شکایت درج کړو چې عطاء الله پخپل سکول کې پټې کیمرې لګولي دي، دسکول دماشومانو،دهغوئ دمیندو اؤ ښځینه مامورینو سره بدکاري کوي اؤ بیا په دغو ویډيو ګانو هغوئ بلیک میل کوي.

په ۱۷ جولایي ۲۰۱۷ پولیسو دهغه په سکول چاپه ووهله اؤ عطاء الله یې ونیولو.

عطاء الله په ظاهره ځان یو پاک اؤ مذهبي سړی څرګندؤلو،په مخ یې غټه غټه ږیره پرېښودې وه، بریت یې خرؤل اؤ پټکی به یې پسر تړلی ؤ دهغه دسکول دماشومانو زیاتره والدینو دهغه له نیونې وروسته میډیا ته ویلي وؤ سوچ یې هم نه شو کولی چې په شرعي کړو،وړو برابر دسکول پرنسپل به ماشومانو سره د انسانیت نه داسې پریوتی عمل کوي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې په ماشومانو دجنسي تشدد لړۍ زیاته غځیدلې اؤ په لسګونو ماشومانو له جنسي زورونې وروسته وژل شوي هم دي.

روانه میاشت کې دپنجاب قصور سیمه کې په اتوؤ ماشومانو جنسي تیري اؤ دهغوئ وژنه کې ککړ مجرم عمران په دار خیژولی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG