لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ډاک امریکایي چارواکو ته چاودېدونکي مواد لېږونکي د ترهګرۍ په تور نه سزا کېږي


د امریکې د پخواني ولسمشر په ګډون د دې هېواد ګڼ شمېر چارواکو ته د ډاک له لارې د زهرجنو او چاودېدونکو موادو د لېږلو نورې هم ډېرې پېښې شوې دي، خو تر اوسه په دغو پېښو کې د لاس لرونکي یوه تن په ضد هم د ترهګرۍ مقدمه نه ده درج شوې.

واشنګټن ـــ د امریکې عدلیې وزارت د تېرې جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې د دې هېواد پخوانیو چارواکو ته د ډاک له لارې د چاودېدونکو موادو لېږونکی تن یې نیولی، خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې آیا هغه به په ترهګرۍ تورن شي که نه، خو یو څېړونکی وایي کېدای شي د ډېرو سببونو په اساس پر هغه د ترهګرۍ تورونه ولګېږي.

د ترهګرۍ په چارو کې ماهر د امریکې د شمالي کېرولاینا په ویک فارسټ پوهنتون کې د کمیونیکېشن پروفیسر رینډل روګن دا ډول پېښې د کورنۍ ترهګرۍ برخه ګڼي. هغه وایي له ترهګرۍ چې د سیاسي مقصدونو لپاره د غیرپوځي کسانو په ضد د تشدد یا د تشدد د ګواښ په توګه کار اخیستل کېږي، دا د مذهبي، ټولنیزو او نظریاتي مقصدونو لپاره کېږي او د دې بڼه ځایي ده.

"په نړیواله کچه د ترهګرۍ کوم منل شوی تعریف نه شته او دا یو ناڅرګند رجحان دی".

امریکې په ۲۰۰۱م کال کې د ۱۱ سپټمبر تر بریدونو وروسته د (پېټریاټ ایکټ) په نوم قانون منظور کړ. په دې قانون کې د ځایي ترهګرۍ تشریح داسې وشوه چې کوم کارونه د انساني ژوند لپاره خطرناک وي یا یې مقصد د خلکو ګواښل او ډارول او پر هغوی فشار اچول وي، د ډار او فشار په وسیله پر حکومتي پالیسۍ زور راوړل وي یا په لویه پیمانه د تباهۍ، مرګ یا تښتونې په وسیله د حکومت چارې اغېزمنول ترهګري ده.

په امریکا کې د ډاک پخواني بریدونه:

په امریکا کې د ډاک له لارې د بریدونو بڼه چې هر ډول وي خو دا نوی کار نه دی. د امریکې له سرکاري ډاک څخه په وار- اوار د دې هېواد لوړپوړو چارواکو ته د مشکوکو لفافو او کڅوړو د لېږلو لپاره د وسیلې په توګه کار اخیستل شوی دی.

د امریکې د سمندري ځواک پر یوه پخواني پوځي ویلیم کلېډ این تور پورې شوی وو، چې د اکتوبر میاشتې په پیل کې یې ولسمشر ډانلډ ټرمپ او نورو امریکایي چارواکو ته د ډاک له لارې له زهرجنو موادو ډک لیک لېږلی وو او تېره اوونۍ نیول شوی وو.

د روان کال په مارچ میاشت کې د ټیکساس ایالت په آسټن ښار کې هم دوه کسان هغه وخت و وژل شول چې د کورونو په پتو یې چاودېدونکي مواد تر لاسه کړل. وروسته د مارک انتوني په نوم یو تن د دغو پېښو په تړاو ونیول شو، خو کله یې چې پولیسو د نیولو هڅه وکړه نو هغه ځانوژنه وکړه.

په ۲۰۱۳م کال کې د ټیکساس ایالت یوې هنرمندې شنن ریچرډسن د هغه مهال ولسمشر بارک اوباما او د نیویارک ښاروال مایکل بلومبرګ ته په لیکونو کې زهر لېږلي وو، چې بیا د کېمیایي وسلو د کارولو په تور د ۱۸ کلونو بند سزا ورته واورول شوه. په همدې کال د جیمز ایورټ ډچکي په نوم یو تن بارک اوباما او نورو امریکایي چارواکو ته په ورته ډول په لیکونو کې زهر ور لېږلي وو، چې بیا په ۲۵ کاله بند محکوم شو.

د امریکې د پخواني ولسمشر په ګډون د دې هېواد ګڼ شمېر چارواکو ته د ډاک له لارې د زهرجنو او چاودېدونکو موادو د لېږلو نورې هم ډېرې پېښې شوې دي، خو تر اوسه په دغو پېښو کې د لاس لرونکي یوه تن په ضد هم د ترهګرۍ مقدمه نه ده درج شوې.

کورنۍ ترهګري:

د (پېټریاټ ایکټ) قانون په بنیادي توګه د انصاف د محکمې چارواکو ته د هغو کسانو یا ډلو په اړه د پلټنو واک ورکوي چې له کومې بهرنۍ ترهګرې ډلې سره تړاو ولري او هغه ډله دوی پخپل فهرست کې شامله کړې وي.

د وفاقي قانون په اساس په امریکا کې چې پر کوم تن د ترهګرۍ په تور مقدمه درج کېږي، نو لازمه ده هغه تن باید د هغې ترهګرې ډلې له خوا هڅول شوی وي چې د دوی په فهرست کې شامله وي.

په واشنګټن کې د (نیو امریکا) په نوم د پوهانو د یوې ډلې یا تینک ټېنک څېړونکی ډېویډ سټېرمن وایي، چې د کورنۍ ترهګرۍ موضوع د بحث وړ ده او دا یوه حساسه معامله ګڼل کېږي. هغه وایي امریکا د کورنۍ ترهګرۍ په اړه کوم ځانګړی قانون نه لري، ځکه خو وایي د کرکې او ترهګرۍ په بنیاد جرمونو کې د توپیر په اړه په امریکا کې تل اختلافات موجود وي.

د یوه بل تینک ټېنک (فرډام لا) مشر کېرین ګرینبرګ بیا وایي، چې د امریکې قوانین د سیاسي تشدد په اړه دي او مجرمینو ته اوږدې سزاګانې ورکوي. ښاغلی ګرینبرګ وایي فکر نه کوي د کورنۍ ترهګرۍ لپاره دې ځانګړو قوانینو ته اړتیا وي، وایي بارک اوباما د داسې قوانینو جوړولو هڅه وکړه، خو سیاسي حالاتو اجازه ور نه کړه.

XS
SM
MD
LG