لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داسیه بي بي دخوشې کولو دپرېکړې په ضد ګرد پاکستان کې قهرژنې احتجاجي مظاهرې پیل شوي


دپاکستان دسترې محکمې لخوا دمذهب دسپکاوي په تور دمرګ دسزا سره دمخ عیسوي مذهبې اسیه بي بي دخوشې کولو دفیصلې سره سم ددغه پرېکړې په ضد په ګرد هیواد کې دقهره ډکې احتجاجي مظاهرې پیل شوي اؤ دهیواد په لویو ښارونو کې په سوؤنو قهریدلي مظاهرین سړکونو ته را وتلي دي.

دچهارشنبې په سحر دپاکستان سترې محکمې داسیه بي بي اپیل منلی اؤ پخپله پرېکړه کې یې دهغې دخوشې کولو امر یې کړی دی.

د اسیه بي بي د خوشې کولو دپرېکړې خبر چې څنګه په رسنیو مخې ته راغلی نو دپاکستان په بیلابیلو ښارونو کې په سوونو خلک ددغه پرېکړې په ضد سړکونو ته راووتل اؤ د قهره ډکې احتجاجي مظاهرې یې پیل کړې.

په پلازمینه اسلام اباد، پېښور،مردان، چارسده، صوابۍ،لاهور، کراچۍ ،فیصل اباد اؤ ګڼو نورو سترو ښارونو کې پاریدلو مظاهرینو د احتجاج په توګه سړکونه تړلي اؤ د سترې محکمې د پرېکړې په ضد شعارونه ورکوي.

د وائس اف امریکه ډيوه دخبریالانو له مخې په زیاترو ښارونو کې دغه پاریدلي مظاهرین په اردو ژبه دا شعارونه ورکوي چې” د رسول د ګستاخ هم دا یوه سزا ده چې سر یې باید له تنه غوڅ کړل شي”

سرچینې وایي چې په ځېنو ښارونو کې دپولیسو اؤ پاریدلو مظاهرینو ترمینځ وړې وړې نښتې هم شوي خو په دغو نښتو کې د څه رقم زیان اطلاعات مخې ته نه دي راغلي.

په ټولنیزو رسنیو هم د اسیه بي بي د پرېښودل کیدلو دپرېکړې په ضد سخت غبرګون مخې ته را روان دی خو د ټولنیزو رسنیو فعالین بیا دا پوښتنه هم راولاړوي چې که چرې اسیه بي بي په رښتیا دمذهب سپکاوی کړی ؤ نو هغه دې په دار خیژول شوې وه خو که چرې هغې داسې نه وؤ کړي نو ولې بیا کلونه،کلونه د زندان دننه وساتل شوه؟

دپیپلز پارټۍ سینټرې شیري رحمان په ټوئټر لیکلي سترې محکمې یوه تاریخي پریکړه کړې اوس باید ریاست هاغو خلکو ته تحفظ ورکړي چ دقانون د واکمنۍ دپاره دانصاف محکمه کې ولاړ دي

باید وویل شي چې په پاکستان کې تر دې مهاله ګڼ شمیر خلک د مذهب د سپکاوي په تورونو د پاریدلو مظاهرینو لخوا وخت په وخت د محکمو نه پشي شا وژل شوي چې یو پکې د پنجاب صوبې پخوانی ګورنر سلمان تاثیر هم شامل دی چا چې اسیه بي بي سره په زندان کې لیدنه کړې وه اؤ وروسته دخپل ساتونکي لخوا په ډزو ووژل شو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG