دافغانستان په فراه ولایت کې دیو پوځي هیلي کاپټر نسکوریدو له امله دلوړ پوړو چارواکو په ګډون ۲۰ کسان مړه شوي دي.
دافغانستان خبري اژانس طلوع وایي دغه پوځي هیلي کاپټر چې هرات ولایت ته روان ؤ دچهارشنبې په ورځ د فراه د انار درې اؤ دهرات دشینډنډ ولسوالیو ترمینځ لوئیدلی دی.
دفراه انار دره ولسوالي دطالبانو لاس کې ده اؤ طالبان دعوه کوي چې دغه پوځي هیلي کاپټر دوئ رانسکور کړی دی خو افغان رسنۍ دچارواکو له خولې وایي چې هیلي کاپټر دخراب موسم له امله لوئیدلی دی.
دفراه یو امنیتي چارواکي نورالحق خالقي مطبوعاتو ته ویلي چې هیلي کاپټر کې د فراه د ولایتي شورا رئیس نعمت الله خلیل،د ولایتي شورا غړې جمیله میني اؤ ځینې نور لوړ پوړي امنیتي چارواکي ناست وؤ چې شمیره یې ۲۰ تنو ته رسیدلې اؤ په دوئ کې یو هم ژوندی نه دی پاتې شوی.
فراه د افغانستان دناقراره ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې دغلته زیاتره وخت دافغان امنیتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمینځ دنښتو خبرونه مخې ته راځي.
تر دې پېښې وړاندې د شورو په سحر دکابل په پل چرخي زندان یو ځانمرګي برید کې هم د درېوؤ عسکرو په ګډون اووه تنه وژل شوي اؤ ۱۴ نور ژوبل شوي وؤ.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې دناامنۍ لړۍ په داسې حال کې چټک شوې چې افغان دولت طالبانو سره دسولې هڅې چټک کړي اؤ په نزدې ورځو کې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې نیغ په نېغه د طالب مشرانو سره هم د سولې په اړوند خبرې اترې کړې وې.