لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اسيه بي بي په اړه پرېکړې ته په سوشل ميډيا غبرګون


د پاکستان سترې محکمې د مذهب په سپکاوي کې د مرګ د سزا سره مخ عيسايي مېرمنې اسیه بي بي خوشي کولو امر کړی، په سوشل ميډيا ځينې خلکو ياده پرېکړه ستايلې او ځينو د پاکستان په عدالتي نظام سوالونه راپورته کړي دي.

د بخښنې نړيوالې ادارې (اېمنسټي انټرنېشنل) د سويلي اسيا مشر عمر وړايچ په ټويټر ليکلي،

"دا يوه تاريخي فېصله ده، باوجود د دې چې هغې د بېګناهۍ احتجاج کولو، او باجود د دې چې د هغې پرضد ثبوتونه کم وو، دا قضيه د خلکو راپارولو دپاره وکارول شوه، د دوه لوړ پوړو چارواکو د وژلو جواز وړاندې کړی شو، رياست وويرول شو، خو انصاف اخر وګټله".

فعال او وکیل جبران ناصر په ټويټر ليکلي،

"د اسيه بي بي او کورنۍ دپاره يې نیکې هيلې. خو ننۍ پرېکړې يو ځل بيا دا په ډاګه کړه چې د مذهبي قوانينو د لارې د بې ګناه خلکو د ځورونو په لړ کې دې اصلاحات وشي. هاغه اصلاحات چې سلمان تاثير يې وکالت کولو او پرې ووژل شو. او دا د مخ په وړاندې تلو يواځينۍ لاره ده".

ليکوال رياض علي توري ویلي،

"ياد کړئ سلمان تاثير او شهزاد بهټي چې د انصاف دپاره یې ځانونه قربان کړي، دوي خبر وو چې اسیه بي بي بېګناه وه او نن د ملک ستر عدالت هغه ثابته کړه او اسيه بي بي يې خوشي کړه".

ژورنالسټې نايله عنايت په ټويټر د تحريک لبېک پاکستان نومې ډلې د مشرانو ويډيو خپره کړې ده او ورته يې ليکلي دي،

"د تحریک لبېک افضل قادري په ښکاره پوځيانو ته نعرې وهي چې د اسيه بي بي په خوشي کېدو د پوځ د مشر جنرال باجوه پرضد بغاوت وکړي. ايا د پوځ چارواکي به په دې خبر (نوټس) واخلي؟".

تحریک لبېک نومې ډلې د وړاندې نه د اسيه بي بي خوشي کوونکي عدالت او اضی ته ګواښ کړی ؤ.

د سترې محکمې د ننۍ پرېکړې وروسته د ملک په بېلابيلو ښارونو کې تحریک لبېک احتجاجي مظاهرې پېل کړي دي.

په کال ۲۰۰۹م کې په عيسايي اسيه بي بي باندې د پېغمبر اسلام (ص) په شان کې د سپکاوي تورونه لګول شوي او بيا په کال ۲۰۱۰ م کې عدالت هغې ته د مرګ سزا اورولې وه.

په ۲۰۱۴م کال کې د لاهور هائيکورټ ياده فېصله په ځای ساتلې او نن په ۳۱م اکتوبر د شورو، چهارشنبې په ورځ سترې محکمې فېصله واوروله او اسيه بي بي يې بري کړه او د خوشي کولو امر یې وکړو.

XS
SM
MD
LG