واشنګټن ـــ د ایران د بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد ته د سفر په مهال له وزیراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په لیدنو کې د خپلو ۱۴ تښتول شویو سرحدي پوځیانو په را خوشي کېدو کې د مرستې غوښتنه کړې او پاکستان ورته په دې برخه کې ډاډ ورکړی دی.
د رېډیو فردا د خبر له مخې جواد ظریف ویلي، پاکستاني چارواکو تر سفر مخکې په ټلیفوني خبرو او اوس مخامخ ورسره ژمنه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د تښتول شویو ایراني سرحدي پوځیانو او د انقلابي ګارډ د استخباراتي افسرانو په را خوشي کولو کې به ورسره بشپړه مرسته کوي.
د ایران پلاوی د خارجه وزیر جواد ظریف په مشرۍ د ځینو لوړپوړو ایراني چارواکو په ملتیا د شورو- چارشنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړ او لومړی یې له خپل پاکستان سیال شاه محمود قریشي سره ولیدل. دوی پر خپلو دوه اړخیزو مسایلو او د تښتول شویو ایراني پوځیانو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو له دفتره د خپرې شوې خبرپاڼې په اساس ښاغلي قریشي خپل ایراني سیال ته ویلي، چې په سیمه کې زیاتېدونکو چېلنجونو ته په کتو سره د ایران او پاکستان لپاره دا ښه موقع ده چې د دوو ګاونډیو هېوادونو غوندې له نیژدې کار سره وکړي. قریشي ویلي، د پاکستان او ایران تر منځ پوله د امن او ارامۍ سرحد وو او پاکستان به هیڅکله اجازه ور نه کړي چې دا سرحد ناارامه شي.
د ایران د سیستان بلوچستان له میرجاوه سیمې د اکتوبر په ۱۷مه د ایران د انقلابي ځواک د استخباراتي افسرانو په ګډون ۱۴ سرحدي پوځیان تښتول شوي وو، چې د ایراني چارواکو په وینا د پاکستان بلوچستان ته اړول شوي وو. وروسته د جیش العدل په نوم وسلوالې ډلې د دوی د تښتونې ذمه واري ومنله.
د خپلو سرحدي پوځیانو د تښتونې پر سر ایران په تهران کې د پاکستان سفیر هم ور بللی او خپل اعتراض یې ورته وړاندې کړی وو. له جواد ظریف سره د لیدو په وخت خارجه وزیر شاه محمود قریشي د ایراني سرحدي پوځیانو پر تښتونه اندېښنه څرګنده کړې او هغه ته یې په دې برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.
قریشي خپل ایرانی سیال له هغو هڅو هم خبر کړی چې د ایراني پوځیانو د را خوشي کولو لپاره یې کړې او ورته ویلي یې دي چې پاکستاني امنیتي ځواکونو په هغوی پسې پلټنه پیل کړې او د ایراني ځواکونو او استخباراتو په لارښوونه د هغوی په موندنه بوخت دي.
ایران تور لګوي چې د جیش العدل سني وسلواله ډله د پاکستان په بلوچستان کې د ایران په ضد فعالیت کوي او وایي چې تر دې مخکې یې هم په وار- وار د ایران سرحدي پوځیان تښتولي، چې وایي ځینې یې وژلي هم دي.