لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باجوړ کې دپولیو دوه نوې پېښې مخې ته راغلي


دخیبرپښتونخوا صوبې په قبائیلي سیمه باجوړ کې په دوؤ ماشومانو کې د پولیو وائرس موندل شوي چې دې سره سږکال پښتونخوا صوبه کې دپولیو څلور پېښې مخې ته راغلي دي.

دصحت دمحکمې چارواکو ویلي دپولیو یوه نوې پېښه د باجوړ په کټ کوټ سیمه کې مخې ته راغلې چې دغلته یوه پینځه کلنه ماشومه کې دپولیو وائرس موندل شوي اؤ بله پېښه په لرګټ کلي ریکارډ شوې چې دغلته ۷ کلن ماشوم ته د پولیو وائرس لګیدلي دي.

دصحت دمحکمې چارواکې دا هم وایي چې په کټ کوټ کې کومه ماشومه دپولیو ښکار شوې هغې ته اووه کرته د پولیو دمخنیوي څاڅکي هم ورکړل شوي دي.

دپولیو دپاره دپاکستان دوزیراعظم استازي بابر بن عطاء هم باجوړ کې دپولیو ددې نوؤ پېښو پخلی کړی اؤ رسنیو ته یې ویلي چې ډير زر به دپښتونخوا صوبې ګورنر سره په دې اړوند غونډه وکړي اؤ پولیو نه د ژغورنې دپاره به ځانګړي ګامونه واخستل شي.

دصحت دمحکمې چارواکو د وړاندې څخه اعلان کړی چې دپښتونخوا قبائیلي سیمو کې به دپولیو دمخنیوي درې ورځنۍ کمپائن د ۱۲م نومبر څخه پیل کولی شي چې پکې به نهو لکو نه زیاتو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکولی شي.

د صحت د نړيوالې ادارې ترمخه د ۱۹۸۸م څخه د پولیو پرضد مبارزه کې په ۱۲۵ هېوادونو کې د پوليو وايرس ختم کړی شوي او يواځې په درېو هېوادونو کې پاتې دي.

د پوليو د مخنيوي د پروګرام مشر بابر بن عطا ويلي، که په راتلونکي ژمي کې هر څوک وکړي چې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي دوی هيله لري چې د پوليو د وايرس به په بشپړ ډول ختم کړی شي.

په افغانستان کې روان کال تراوسه پورې د پوليو ۱۶ پېښې رپوټ شوي دي.

په پاکستان کې تېر کال د پوليو اته پېښې او په افغانستان کې ۱۴ پېښې رپوټ شوې وې

XS
SM
MD
LG