چین او پاکستان وایي دوی په دې لټه او هڅه کې دي چې خپله پراخه اقتصادي منصوبه سیپېک افغانستان ته هم وغزوي. د دغو دواړو هېوادونو چارواکو ویلي، اوس وخت راغلی چې د پاکستان لوېدیځو سیمو او افغانستان ته سیپېک پراخ او په جغرافیوي توګه و غزول شي.
ټاکل شوې چې پر سیپېک 62 اربه ډالره ولګول شي خو بېجنګ تر اوسه په تېرو څلورو کلونو کې پاکستان ته د دې منصوبې لپاره د نرمې قرضې او مخامخ بهرنۍ قرضې په توګه 19 اربه ډالره ورکړې دي، چې د ګوادر او چین تر منځ د ټرانسپورټ نیټورک، بجلیګرونه او ګوادر بندر په و رغول شي.
چین او پاکستان وایي د روان کال په پای کې به په کابل کې د امن او ارامۍ په اړه د درې اړخیزو همکاریو یوه بله غونډه کېږي، چې وایي په دې غونډه کې به په سیپېک کې د افغانستان د ګډولو په اړه هم خبرې کېږي.
په اسلام اباد کې د چین سفیر یاو جینګ وایي، د سیپېک دوه اړخیزه منصوبه باید د مثبتې سیمه ییزې همکارۍ او پیوستون لپاره د یوه بنیاد په توګه وکارول شي:
"د پاکستان دغه اقتصادي پرمختګ په اصل کې د ټولې سیمې د بشپړ اقتصادي پرمختګ لپاره یوه موقع ده".
چارواکو وي.او.اې ته ویلي، کېدای شي چین په پیل کې د افغانستان لپاره د ظرفیت جوړولو په برخه کې د روزنیز پروګرام او د پاکستان له موټروې سړکونو سره د جلال اباد او کندهار د نښلولو وړاندیز وکړي.
د پاکستان د سېنټ د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ مشر مشاهد حسېن وایي، وخت راغلی چې سیپېک اوس له پاکستان او چین ور هاخوا ته هم پسې وغزېږي:
"د سیپېک فطري پراختیا باید د افغانستان پر لور وي، ځکه چې افغانستان له پاکستان او چین سره پوله او دغه درېواړه هېوادونه د اقتصاد، کلچر او جغرافیې په لحاظ سره تړلي دي".
مشاهد حسېن وایي، په روانه میاشت کې به په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او چین د پوهانو یو درې اړخیز غیرسرکاري کانفرنس هم وشي او په دې کې به دا وڅېړل شي چې څنګه کېدای شي افغانستان په سیپېک کې شامل کړل شي.
چین وایي د سیپېک منصوبې په تېرو څلورو کلونو کې په پاکستان کې 75000 کسانو ته نوکرۍ ورکړل شوې دي او د دې هېواد د اقتصادي ودې اندازه هم په 2017م کال کې له 3 فیصده څخه 5.8 فیصده ته ورسره پورته شوې ده.