لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اسيه بي بي کيسه کې پوځ هېڅ کار نه لري، اصف غفور


د پاکستان د پوځ وياند وايي "په هر څيز کې پوځ راکښل کيږي دا بد قسمتي ده" او د اسيه بي بي د مقدمې او فېصلې سره د پوځ هيڅ کار نشته.

د سپريم کورټ په فېصله کې د اسيه بي بي د خوشي کېدو وروسته په ملک کې د تحريک لبېک ډلې د احتجاجي مظاهرو په اړوند سرکاري ټيلي ويژن (پي ټي وي) سره په خبرو کې د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور وويل، د پوځ د دې سره هيڅ څه کار نشته.

هغه وويل د اسيه بي بي مقدمه د لسو کالو راهسې په عدالتونو کې وه او دا قانوني مامله ده.

د اسيه بي بي د خوشي کولو د پرېکړې نه وروسته د تحریک لبېک مشرانو د سترې محکمې د درېو ججانو د وژلو او د پوځ د مشر جنرل قمر باجوه په ضد یې د نورو جنرالانو نه د بغاوت غوښتنه هم کړې ده.

د تحريک لبېک مشر افضل قادري ادعا کړې وه چې د پوځ نه بغېر دا فېصله نه شوه کېدی.

پوځي وياند دغه وېنا ته په غبرګون کې وويل د پوځ او افسرانو پرضد د خبرې دپاره په ائين کې حد بندي شوې ده خو د بد مرغۍ نه په هره خبره کې پوځ راښکل کيږي.

تحریک لبېک سره په مذاکراتو کې د ايي اېس ايي د استازي د ګډون په اړوند پوځي ویاند وويل هغه د حکومتي پلاوي برخه ؤ.

د تحريک لبېک مشر خادم حسېن رضوي ويلي د حکومت سره یې مذاکرات ناکامه شوي چې پکې د حکومت مرکزي او صوبايي استازو او د ايي اېس ايي جنرل فېض ګډون کړی او د مذاکراتو په ناکامۍ دوي ته حکومت د چقولو ګواښ کړی.

پوځي ویاند ويلي د احتجاج کوونکو سره د حکومت خبرې روانې دي د يو بل خبره اورېدل پکار دي او خبره دې ځای ته راوستل نه دي پکار، چې د پاکستان پوځ ته وسپارل شي.

تېر کال د تحريک لبېک په اسلام اباد کې يوه احتجاجين ناسته د پوځ د مينځګړيتوب وروسته ختمه کړی شوې وه.

او په هغه تړون کې ليکل شوي ؤ د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د هغه د ډلې په هڅو دغه تړون يا معاهده وشوه، او د هغه مننه پکې شوې وه چې قام يې د غټې پېښې نه بچ کړو.

د حکومت او تحريک لبېک يارسول الله ډلې ترمنځ د احتجاجي ناستې د ختمېدو د تړون لاسليک د پوځي افسر مېجر جنرل فيض حميد د لارې خپور شوی ؤ.​

XS
SM
MD
LG