لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نيمې نه په زیات پاکستان کې ټولې تعليمې ادارې تړلې، په اسلام اباد کې موبايل بند


د پاکستان په دوه صوبو پنجاب او بلوچستان کې ټول سرکاري او شخصي سکولونه، کالجونه او پوهنتونه تړلي پراته دي، په پلازمينه اسلام اباد، پېنډۍ، لاهور او ګوجرانواله کې د موبايل ټيليفون سروس بند کړی شوی دی.

که څه هم د خېبرپښتونخوا حکومت په رسمي ډول د تعليمي ادارو د بندېز اعلان نه دی کړی خو د صوبې په زياتو برخو کې غېر دولتي زیاتره تعليمې ادارې تړلې او سرکاري سکولونه هم ټول خلاص نه ؤ.​

نن د جمعې په ورځ د تحريک لبېک ډلې د کاربنديز، د جماعت اسلامي او جمعيت علمااسلام (ف) د احتجاجي مظاهرو د اعلان وروسته د سندهـ صوبې حکومت د کراچۍ د ټولو تعليمي ‌ادارو د بندېز اعلان کړی دی.

پرون د زيارت، پنجنشبې په ورځ هم په ټول ملک کې د تعليمي ادارو دغه حال وو.

د شورو، چهارشنبې په ورځ سترې محکمې د پېغمبر اسلام د سپکاوي په تور د مرګ سزاوارې شوې اسيه بي بي د بري کېدو او خوشي کولو امر کړی ؤ.

له دغې وروسته مذهبي ډلې تحريک لبېک په ټول ملک کې احتجاجي مظاهرې پېل کړي دي.

په ټولنيزو رسنيو ګڼ شمېر داسې عکسونه خپاره شوي چې پکې ليدل کيږي د احتجاجي مظاهرو په مهال ګاډو ته اوروه اچول شوي او سړکونه تړلي پراته دي.

د موټر وی پوليسو ویلي د پېښور، اسلام اباد او لاهور موټروی تړل شوې ده.

تېره شپه تحریک لبېک ويلي د حکومت ډله ورسره مذاکراتو له ورغلې خو مذاکرات ناکامه شوي او يادې ډلې په ټول ملک کې د ګرځبنديز اعلان کړی ؤ.

XS
SM
MD
LG