لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا سميع الحق د زيارت په ورځ په ججانو او عمران خان سختې نيوکې کړې وې


د جمعيت علمااسلام (س) ډلې او د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې مشر مولانا سمیع الحق په خپلو وروستېو وېناؤ کې د سترې محکمې په ججانو او وزيراعظم عمران خان باندې سختې نیوکې کړې چې د مذهب د سپکاوي په تور سزاوارې اسيه بي بي د خوشي کولو پرېکړه يې کړې ده.

د پاکستان سترې محکمې په ۳۱م اکتوبر د مذهب د سپکاوي په تور سزاوارې اسيه بي بي د بري کولو او خوشي کولو د پرېکړې وروسته په ملک کې مذهبي ګوندونو احتجاجې مظاهرې پېل کړې وې.

مولانا سميع الحق چې پرون د جمعې په ورځ په پېنډۍ ښار کې په يوه برید کې وژل شوی، هغه هم د سترې محکمې په ياد ه پرېکړه سختې نيوکې کړې وې.

د مولانا په وژنه د خېبرپښتونخوا حکومت د يوې ورځې د ماتم (سوګ) اعلان کړی دی.

په ټولنيزو رسنیو د مولانا سميع الحق د زيارت، پنجشنبې د ورځې د يوې تازه وېنا ويډيو خپره شوې چې پکې نوموړی وايي ، عدالت خو په خپل سپکاوي خلک راغواړي ډېر فکر ورته کوي خو توهين رسالت ورته هيڅ نه ښکاري،

"دې ججانو د ائين سره غداري کړې ده د ائين خلاف ورزي يې کړې ده او د رسالت سپکاوی يې کړی دی او د ائين بغاوت يې کړی دی".

هغه ويلي نه يواځې دا ججان دې معطل کړی شي بلکې د توهين رسالت د سپکاوي هغه ماده چې سزا يې قتل دی هغه سزا دې دغو ججانو له ورکړی شي.

مولانا سميع الحق د سترې محکمې په مشر قاضي میا ثاقب نثار سختې نیوکې کړي او ويلي يې دي هغه داسې ښکارېدو چې ښه کارونه يې کول خو بل شان مالوم شو او د هغه دپاره يې سخت الفاظ کارولي دي.

مولانا ويلي وزیراعظم عمران خان ته يې هم څو ورځې وړاندې ويلي ؤ چې د اسيه د پرېښودو خبرې روانې دي او عمران خان سخت خفه ښکارېدو.

هغه ويلي عمران خان ته يې ټوله قيصه کړې چې نوازشريف د سلمان تاثير په وژنه کې ممتازقادري ته پهانسي ورکړې وه او ورته يې ویلي ؤ چې ونه ويريږي او اوس دې دغو ججانو ته سزا ورکړي فېصله دې پرې بيرته واخلي کنه د هغه (مولانا) يقين دی چې د عمران خان هم بدې (د ذلت) ورځې راغلي دي.

د پاکستان حکومت، مذهبي او سياسي ګوندونو د مولانا سميع الحق وژنه غندلې او د خېبرپښتونخوا حکومت د هغه په وژنه د يوې ورځې د ماتم اعلان هم کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG