لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:پاکستان سره سوله غواړو


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي مونږ پاکستان سره سوله غواړو او پاکستان باید په دې پوهه شي چې باثباته افغانستان د دوی په ګټه دی.

دپکتیکا ولایت دقامي مشرانو اؤ علماؤ سره یوه غونډه کې ولسمشر غني ویلي له سیاسې اړخه د سولې زمینه برابره شوې ده، اؤ اسلامي نړۍ او سیمه سولې ته چمتو ده.

د ولسمشر اشرف غني وویل طالبان دې بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي ځکه چې موږ د سولې اختیار پردیو ته نه ورکوو

په دې وروستیو کې افغان دولت اؤ امریکا افغانستان کې دسولې هڅې چټک کړي اؤ پاکستان هم د واشنګټن اؤ کابل سره ژمنه کړې چې افغانستان کې دسولې په تامین کې به خپل رول لوبوي.

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تیره میاشت کابل اؤ اسلام اباد ته له خپل سفر وروسته په قطر کې طالب مشرانو سره لیدلي وؤ اؤ طالبانو ویلي چې هغوئ به راتلونکي کې داسې نورې غونډې هم امریکایي چارواکو سره جوړې کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني زیاتره پخپلو وینا ګانو کې په پاکستان تور لګوي چې په افغانستان یې نااعلانه جګړه تپلې ده خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ افغانستان کې روانه ناامني دافغان دولت خپله کمزوري ګرځوي.

ولسمشر غني تېرو ټاکنو ته په اشارې وویل چې، د خلکو ونډه د قدر وړ ده او د ټاکنو دواړه کمیسیونونه د شفافیت د تامینولو لپاره ژمن دي ترڅو د ولس له ارادې څخه ساتنه وشي.

ښاغلي اشرف غني وویل په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې کمبود وجود لري او په دې برخه کې له تاسې غوښتنه کوم چې خپل ځوانان په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې شمولیت ته وهڅوئ

هغه د پکتیکا له ولس څخه د وطن د دفاع او ساتنې او د سولې په اړه د علماو له متفقې فتوا له امله مننه وکړه چې په پایله کې یې حکومت د اوربند تصمیم ونیولو اؤ وئ ویل دهمدغه اوربند له امله زمونږ ملي یووالی ثابت شو.

هغه وویل چې پکتیکا د شخړو، ناامنیو او بې اتفاقۍ وطن نه دی، بلکه د وحدت، یووالي او عزت سیمه ده او ددغو ټولو ارزښتونو د پالنې له امله پر تاسې ټولو ویاړ کوم.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG