لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دمولانا سمیع الحق جنازه په سختو امنیتي تدابیرو کې ترسره شوه


دپاکستان د وتلي سیاسي اؤ مذهبي مشر مولانا سیمع الحق جنازه نن(شنبه) دهغه په پلرني کلي اکوړي کې ادا شوې چې پکې د هیواد دمهمو حکومتي اؤ سیاسي مشرانو ترڅنګ دهغه په زرګونو شاګردانو برخه اخستې ده.

دافغانستان دطالبانو د روحاني پلار په نوم مشهور مولانا سیمع الحق تیر ماښام دپنجاب په پېنډۍ سیمه کې دخپل کور دننه نامعلومو کسانو په چړو وهلی اؤ وژلی ؤ.

پولیسو د هغه د زوئ په مدعیت کې دمولانا سیمع الحق د وژنې مقدمه د نامعلومو کسانو په ضد درج کړې ده اؤ پاکستاني رسنیو دعوه کړې چې دمولانا سیمع الحق زوئ مولانا حامد الحق حقاني شک ښودلی چې دهغه دپلار په وژنه کې د افغان دولت ککړتیا هم داحتمال نه بهر نه ده خو مولانا حامد الحق په دغه اړوند کوم واضحه بیان نه دی ورکړی.

تیر ماښام رسنیو سره خبرو کې مولانا حامد الحق حقاني ویلي وؤ د پېښې پلټنې روانې دي اؤ د احتمال لري چې دهغه وژنه کې بهرني لاسونه ککړ وي.

نن دنوښار داکوړي په خوشحال ډګري کالج کې د مولانا سیمع الحق د جنازې په مهال کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وؤ.

دهغه په جنازه کې دخیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلی محمود خان،ګورنر شاه فرمان،دعوامي نیشنل ګوند وتلي مشر غلام احمد بلور،دجماعت اسلامي امیر سینیټر سراج الحق اؤ نورو حکومتي اؤ سیاسي مشرانو برخه درلودله.

بل لوري ته پولیسو د مولانا سیمع الحق د وژلو پلټنې پیل کړي اؤ‌ په پینډۍ کې یې دهغه د کور څخه شهادتونه راغونډ کړي دي.

پولیسو د مولانا سیمع الحق د ساتونکي اؤ ډرائیور څخه هم تپوس،پوښتنې پیل کړي اؤ ویلي یې دي چې د مولانا په وژنه کې د یو څخه د زیاتو کسانو د ککړتیا شک دی.

تر اوسه کومې ډلې د مولانا سميع الحق د وژلو پړه (ذمه واري) نه ده منلې.

د مولانا سميع الحق وياند مولانا يوسف شاه ويلي، د قاتلانو پېژندګلو لا نه ده شوې او دا هم معلومه نه ده چې هغوي ولې مذهبي اوسياسي مشر په چړو وژلی.

د مولانا سميع الحق په وژنه په سوشل مېډيا ګډ غبرګون روان دی چي د دغې پېښې د غندنو سره سره ګڼو خلکو په هغه ټکونه هم کړي او ويلي دي د اکوړي له مدرسې نه به يې طالبان د جګړې لپاره افغانستان ته لېږل.

مولانا سميع الحق به ځان ته د طالبانو پلار ویلو. رپوټونه وايي، په افغانستان کې جنګېدونکو طالبانو هم د هغه په مدرسه کې په اکوړي کې درسونه ويلي.

تېره مياشت د افغانستان يو جګ پوړي پلاوي د اکوړي په مدرسه حقانيه کې د مولانا سميع الحق سره غونډه کړې وه او د هغه نه يې په افغانستان کې د طالبانو سره د سولې په بهیر کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

مولانا هغوي ته ويلي وو، دی غواړي چې د افغانستان جګړه په امن ختمه شي او د افغانانو وينې تویدل تم شي خو ویلي وو چې د افغانستان کشاله ډېره پېچلې ده.

XS
SM
MD
LG