د عسيايي مېرمنې اسیه بي بي وکيل د ګواښونو له کبله ملک پرېښودی دی، د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ سزاواره اسیه بي بي څلور ورځې وړاندې سترې محکمې په مقدمه کې بري کړې او د خوشي کولو فېصله يې اورولې وه.
د سترې محکمې د فېصلې اورولو سره سم تحریک لبېک نومې ډلې په ټول ملک کې احتجاجي مظاهرې پېل کړې او د سترې محکمې د مشر قاضي او هغه سره د فېصلې اورؤنکو دوه ججانو د وژلو غوښتنه يې کړې وه.
د تحریک لبېک مشرانو د پوځ د مشر پرضد په پوځ کې دننه د بغاوت کولو هم ويلي ؤ.
د اسیه بي بي وکیل سېف الملوک د کال ۲۰۱۰م راهسې چې کله هغې ته د مرګ سزا اورول شوې، د هغې وکالت يې کولو.
ملوک رویټرز ته ويلي هغه بل ملک ته ځي ځکه "چې خپل ژوند د قهرجنو خلکو نه وساتي او هغه د خپلې کورنۍ دپاره هم په ويره کې دی" او هغه ته هر څوک وايي چې د ملک نه بهر وتل ورته پکار دي.
هغه ويلي که تحفظ ورته ورکړی شو نو ملک ته به بيرته ستون شي او خپل کار به دوامداره وساتي.
ملوک وروسته له هغې د ملک نه بهر تللی چې کله د جمعې په ورځ د پاکستان حکومت د احتجاج کوونکو سره خبرې پېل کړې.
تحریک لبېک د لوظنامې وروسته احتجاجونه ختم کړي وو.
په ياده لوظنامه کې د اسيه بي بي فېصلې ته د بيا کتنې او د هغې نوم په اي سی اېل کې د اچولو دپاره د قانوني ګام پورته کولو ويل شوي دي. په اي سي اېل فهرست کې شامل کسان د ملک نه بهر سفر نه شي کولی.
د تحریک لبېک په درې ورځنو احتجاجونو کې ګڼ شمېر ګاډي سوځول شوي، مات کړی شوي او نور زیانونه هم اړول شوي دي.
د پاکستان دولت وايي د اړي ګړي جوړؤنکو او وراني کوونکو پرضد به قانون په عمل کې راوستلی شي.