لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې په داخلي برید کې د امریکا د اوګډن ښاروال وژل شوی


د امریکې د لویديځ يوټا رياست د اوګډن ښاروال په افغانستان کې په يوه داخلي بريد کې وژل شوی دی، هغه په ملي امنيتي ګارډ ګې دنده ترسره کوله.

د امریکايي مطبوعاتو ترمخه برينټ تېلر د خالي په ورځ په کابل کې وژل شوی دی، ښايي دا يو داخلي بريد ؤ.

د خالي، شنبې په ورځ په کابل کې په داخلي بريد کې يو امریکايي عسکر ژوبل شوی هم ؤ.

د يوټا ګورنر سپېنسر کوکس هم ويلي، د شمالي اوګډن ښاروال برينټ ټېلر چې په کابل کې يې دنده ترسره کوله وژل شوی دی.

د يوټا سېنېټر اوورين هېچ د خالي په ورځ په ټويټر ويلی، برېنټ اتل ؤ او د هغه د وژنې په خبر يې د خفګان څرګندونه کړې ده.

ویل شوي ټېلر د جنورۍ په مياشت کې په افغانستان کې د يوټا د ملي امنیت د ساتونکو سره پرځای کړی شوی او ويل کېده د هغه دا دنده د ۱۲ میاشتو پورې وه.

راپورونه وايي هغه له دې وړاندې دوه ځله په عراق او افغانستان کې پاتې شوی ؤ.

په افغانستان کې په دوې ځل د ګمارل کېدو په وخت ټېلر ځايي رسنیو سره په خبرو کې ويلي ؤ، د يو استخباراتي افسر په توګه به هغه افغان کمانډو له د مشورې او روزنې په ډله کې په ځای کړی شي.

XS
SM
MD
LG