لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسيه بي بي مېړه د خپلې مېرمنې او کورنۍ د خونديتوب غوښتنه کړې


د سترې محکمې لخوا د مذهب د سپکاوي په تور سزاوارې شوې اسیه بي بي د خوشي کېدو وروسته د هغې مېړه غوښته کړې چې مېرمنې او کورنۍ ته دې يې تحفظ ورکړی شي.

د اسیه بي بي مېړه ویلي د حکومت لخوا د مذهبي تندرولو ډلو سره د روغې جوړې وروسته دوی ځان خوندي نه ګڼي.

عيسايي مېرمنه اسيه بي بي د پاکستان سپريم کورټ په يوه فيصله کې د توهين رسالت په تور کې بې ګناه ګرځولې وه، او د هغې وروسته مذهبي ګوندو او په خصوصي توګه تحريک لبېک په ټول هيواد کې د دغې فېصلې پرضد احتجاجونه پېل کړي او بيا درې ورځې وروسته حکومت د احتجاج کوونکو سره لوظنامه کړې وه.

د اسيه بي بي خاوند عاشق مسيح د جرمني يوې خبرې ادارې ته ويلي حکومت ته د احتجاج کوؤنکو په وړاندې تسليميدل نه وو پکار، عاشق مسيح ويلي او عدالت په نره فېصله کړې وه.

عاشق مسيح ويلي روان حالت ډېر خطرناک دې زمونږ د پاره، زمونږ د امنيت کوم بندوبست نشته دوي يو ځای او بل ځای پټيږي.

ځينې راپورنه وايي عاشق مسيح د ځينې بهرنيو هېوادونو نه سياسي پناه هم غوښتې ده.

د خيالي په ورځ د اسيه مسيح وکيل هم ملک پريښودی دی، هغه ویلي ملک يې ځکه پرېښودی چې ژوند ته يي خطر وو.

د هېواد نه د وتلو په وخت يي وکيل ويلي د اسيه بي بي ژوند په خطر کې دی او حکومت ته يې کړی چې هغې ته امنیت ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG