لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين د پاکستان سره اړیکې پراخوي خو په سمدستي ډول يې د مالي مرستو نه دي ویلي


د چين او پاکستان په ګډه اعلاميه کې د دواړو هېوادونو په سټراټيجيکي، تجارتي، پانګونې او مالياتي مرستو کې د پراخولو ويل شوي خو په سمدستي ډول چين د پاکستان سره د مالي مرستو کولو نه دي ويل شوي.

د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د چين د سفر وروسته په ګډه جاري شوي اعلاميه کې ویل شوي چې دواړه هېوادونه د يو بل سره د سياسي اړیکو او سټراټيجيکي خبرو ته دپاره ژمن دي، او دواړو هېوادونو به د سيمې د سولې، ثبات او پرمختيا دپاره په ګډه کار کوي.

له دې وړاندې داسې ويل شوي وو چې د پاکستان ګاونډي دوست هېواد چين ويلي په روان اقتصادي کړکېچ کې د پاکستان مرستې کول غواړي خو د دغو مالي مرستو په شرطونو لا خبرې روانې دي.

چين دا خبره د پاکستان د وزيراعظم عمران خان او چينايې وزيراعظم لي کيچنګ او صدر شي جن پنګ د ليدو کتو وروسته کړې وه.

د چين مرستيال خارجه وزير کانګ زوان يو ويلي ؤ د دواړو هېوادونو مشران په دې خبره صلاح شوي دي چې چين به په دې سخت وخت کې د پاکستان مالي مرستې کوي.

خو هغه ويلي په دې اړه به د دواړو هېوادونو چارواکي د يو بل سره تفصيلي خبرې اترې کوي چې پاکستان ته په کومو شرطونو او څومره مالي مرستې ورکړی شي.

داسې راپورنه هم خپاره شوي ؤ چې چين خپل دوست هېواد پاکستان ته د شپږ اربه ډالرو ورکولو تيارۍ نيولي دي چې پکې به مالي مرستې او سرمايه کاري هم شامله وي خو په ګډه اعلاميه کې په سمدستي ډول د مالي مرستو ورکولو نه دی ويل شوي.

تېره مياشت د وزیراعظم عمران خان د سفر په مهال سعودي عرب پاکستان سره د درې اربه ډالرو مرستې ورکولو ویلي چې په خزانه کې به يې ورته واچوي.

د دې ترڅنګ ويل شوي سعودي عرب به د يو کال دپاره پاکستان ته د درې اربه ډالرو تېل په قرضو هم ورکوي.

په سختو اقتصادي ستونزو کې ښکېل پاکستان د مشکلاتو نه وتلو دپاره نړیوالې مالياتې ادارې (ايي اېم اېف) ته د قرضې خواست کړی دی.

خو د پاکستان وزیراعظم ویلي د دوست هېوادونو سره هم د مالي مرستو دپاره خبرې کوي.

څيړونکي وايي يواځې د سعودي عرب مرسته به د پاکستان ضروت ختم نه کړي او که چين ورسره پوره پوره مالي مرستې ونه کړې نو پاکستان به بيا د نړيوال مالياتي ادارې نه هم د هغوي په شرطونو نور قرض اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG