لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د ټي ټيونټي په سياليو کې نيوزي لېنډ ته په درې ـ صفر سره ماتې ورکړه


د پاکستان او نيوزي لېنډ ترمنځ په متحده عرب اماراتو کې د شل اووريزو (ټي ـ ټيونټي) سياليو په درېو مقابلو کې پاکستان، نيوزي لېنډ ته په درې ـ صفر سره ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ تېره شپه په وروستۍ سيالۍ پاکستان لومړی بيټنګ کړی او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې په درې لوبغاړو سوځېدو ۱۶۶ رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې د نيوزي لېنډ ټول لوبغاړي په ۱۷م اوور کې په ۱۱۶ رنزونو اؤټ شو.

او پاکستان دغه سيالي په ۴۷ رنزونو وګټله.

له دې نه وړاندينۍ سيالي پاکستان په شپږو وکټو او لومړۍ سيالي يې په څلورو وکټو ګټلې وه.

پاکستان د ټي ـ ټيونټي پرله پسې دوېم سيريز دی چې ګټي يې، تېره مياشت يې د اسټريلیا لوبډلې نه په درې ـ صفر ټورنامنټ ګټلی ؤ.

د پاکستان او نيوزي لېنډ د لوبډلو درې يو ورځنۍ او درې پينځه ورځنۍ سيالۍ نورې هم کېدونکې دي.

دغه سيالۍ به روانه مياشت او يوه وروستۍ پينځه ورځنۍ سيالي به راتلونکې میاشت کيږي، ټولې سیالۍ په ابوظهبې کې ټاکل شوي دي.

XS
SM
MD
LG