لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"دا هغه  نوی پاکستان نه دی"، د عمران خان پخوانې مېرمنې د پي ټي ایي په حکومت نيوکې کړي


د پاکستان د وزیراعظم عمران خان پخوانې مېرمنې جمايمه ګولډسمټ ویلي، "دا هغه نوی پاکستان نه دی د کوم چې مونږ هيله لرله".

جمايمې د عيسايي مېرمنې اسيه بي بي د سترې محکمې د خوشي کېدو وروسته په ملک کې د پېل شوؤ احتجاجونو او هغې ته د پاکستان تحريک انصاف حکومت د غبرګون په اړوند ټويټ کړی دی.

هغې ويلي، "دا هغه نوی پاکستان نه دی د کوم چې مونږ هيله درلوده. د عدالت د دفاع په حق کې د يوې زړورې وېنا درې ورځې وروسته د پاکستان حکومت د اسيه بي بي د ملک څخه بهر نه پرېښودو د تندلارو غوښتنې ته کښېناستو، په داسې کې چې هغه د مذهب د سپکاوي په تور کې بري شوې ده".

د تېرې شورو، چهارشنبې په ورځ د پاکستان سترې محکمې د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ د سزا سره د مخ عیسايي مېرمنې اسیه بي بي د پرېښودلو فېصله اورولې وه.

له دغې پرېکړې وروسته په پاکستان کې تندروه مذهبي ډلې تحریک لییک دسترې محکمې د درېو ججانو د وژلو او د پوځ د مشر جنرل قمر باجوه په ضد یې نورو جنرالانو نه د بغاوت غوښتنه کړې او په ټول ملک کې يې لارې بندې کړې او ښارونه تړل شوي وو.

د يادو مظاهرو په مهال قهرجنو مظاهره چيانو ګاډي سوځولي او نور وراني يې هم کړي وو. د جمعې په ورځ بيا جماعت اسلامي، جمعيت علمااسلام (ف) او لاقانونه ګرځول شوې اهل سنت والجماعت ډلې هم مظاهرې کړې وې.

خو د جمعې په ماښام بيا د حکومت د تحریک لبېک ډلې سره لوظنامه شوې په کومه چې سختې نيوکې شوې وې.

په ياده لوظنامه کې د اسيه بي بي فېصلې ته د بيا کتنې او د هغې نوم په اي سي اېل کې د اچولو دپاره د قانوني ګام پورته کولو ويل شوي وو. په اي سي اېل فهرست کې شامل کسان د ملک نه بهر سفر نه شي کولی.

په لوظنامه کې د تحریک لبېک د نيول شوؤ کسانو د خوشي کولو هم ويل شوي وو.

تحریک لبېک سره په لوظنامه د سختو نيوکو وروسته پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري ويلي په سمدستي ډول لوظنامه کول په اور اوبه اړول ؤ او هغه خلک به معاف نه کړي چې د حکومت عملداري يې چېلنج کړې او وراني يې کړي دي.

د ځايي ميډيا ترمخه د پاکستان په بېلابیلو ښارونو کې د درې ورځنو قهرجنو احتجاجي مظاهرو په مهال د وراني کوونکو پرضد مقدمې درج کړی شوي او حکومت د خلکو نه مرسته غوښتې ده چې په دغه اړوند ورسره مالومات شريک کړي.

XS
SM
MD
LG