لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایران د امریکا د بندیزونو د اغیزو په تړاو افغان ولسمشر د امريکايي استازې سره خبرې کړي


د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې اېلس ویلزسره په ایران د امریکا د بندیزونو د اغیزو په تړاو خبرې کړي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دا لیدنه چې تیره ورځ ناوخته په ارګ کې ترسره شوه د افغانستان او امریکا مشرانو ترمنځ د شویو خبرو پایلې ګټورې وې.

په بیان کې د شویو خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي خو د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د شویو خبرو پایلې به چې په نزدې وخت کې په ډاګه شي د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره يې ګټورې ګڼلي دي.

د اشرف غني او د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا دبهرنیو چارو وزارت د مرستیالې اېلس ویلز ترمنځ پر ایران د واشنګټن د بندیزونو د تاثیراتو په تړاو خبرې په داسې حال کې شوي چې نن د دوشنبې په ورځ د نومبر ۵ نیټه پر تهران د امریکا پراخ لګول شوي بندیزونه عملي کیږي.

د امریکا لخوا پر ایران بندیزونه په داسې حال کې اجرا کیږي چې افغانستان له ایران سره د ملیونو ډالرو په ارزښت دچابهار بندر د لارې تجارت لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې له محمد اشرف غني سره تر دې وړاندې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پر ایران د امریکا بندیزون د اغیزو په تړاو خبرې کړي وې او هغه مهال ویلز ویلي و چې په تهران د امریکا بندیزونو سره به د چابهار بندر د لارې د افغانستان تجارت ته زیان نه رسیږي.

امریکايی چارواکو ویلي پر ایران له دې امله پراخ بندیزونه لګوي چې د ترهګرۍ د ملاتړ مخه ونیول شي خو ایراني چارواکو ویلي په تهران د واشګټن بندیزونه به هیڅ اغیز ونه وکړي او له دې بندیزونو سره به مقابله کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG