د پاکستان پنجاب صوبې په شېخوپوره سيمه کې د نامالومه وسله والو په بريد کې پوليس افسر د هغه ساتونکی او ډرايور وژل شوي دي.
د ځايي ميډيا ترمخه د لاهور د رنګ مهل پوليس تاڼې مشر زاهد محمود په ګاډي کې د کور نه ډيوټۍ پله روان ؤ او په لار کې پرې په مريدکي سيمه کې ډزې شوي دي.
چارواکو ويلي پوليس افسر په بريد کې ژوبل شوی او وروسته يې ژوند د لاسه ورکړی دی.
په موټر د نامالومه وسله والو په بريد کې ډرايور او د پوليس افسر ساتونکی په ځای وژل شوي وو.
د پنجاب حکومت ترمخه وزیراعلی احمد بزدار په مريدکي کې د پوليس افسر او هغه سره د نورو کسانو په وژنه رپوټ غوښتی دی.
پوليس چارواکو ويلي د بريد وروسته وسله وال د پېښې د ځای نه په تېښته کې کامياب شوي او د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.
په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.