لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د هم جنس پرستانو ترمینځ د ودونو رواجولو هڅې په رښتیا کیږي؟


دپاکستان د سنییټ دبشري حقونو کمیټې ته ویل شوي چې دهیواد دننه ځېنو بهرنیو این جي او ګانو غوښتل هم جنس خوښۍ ته وده ورکړي اؤ دهم جنس خوښانو ترمینځ ودونو دپاره سیمینارونه راجوړ کړي.

دسینیټ کمیټې دهیواد بیلابیلو برخو نه د خلکو په زوره بې درکه کول هم یوه حساسه معامله بللې اؤ دڅلورو واړو صوبو څخه یې دحراستي مرکزونو یا بندونو په اړوند بشپړ معلومات غوښتي دي.

دپاکستان دبشري حقونو مرکزي وزیرې دکمټې په غونډه کې ویلي چې په یو جمهوري هیواد کې خلک په زوره نه شي بې درکه کړل کیدلی، هیواد کې پولیس،عدالتونه اؤ پوځي محکمې شته باید پورته شوي کسان هلته وړاندې کړل شي.

د بشري حقونو د کمیټې غونډه د سینیټر مصطفی نواز کهوکهر په مشرۍ شوې چې ورته دبشري حقونو وزیرې ویلي دبې درکه کسانو معلومولو دپاره د جوړ شوي کمیشن ته مونږ لاس بری نه لرو اؤ دبشري حقونو وزارت د بې درکه کړل شوؤ کسانو خلاصون دپاره خپل وړاندیزونه وزیراعظم عمران خان ته لیږلي دي.

دغونډې په مهال ویل شوي چې دسینیټ کمټۍ ته یوازې دپښتونخوا صوبې له لوري دحراستي مرکزونو په اړوند معلومات ورکړل شوي اؤ اوس کمیټۍ پرېکړه کړې ده چې ددغه مرکزونو لیدنه به پخپله کوي ترڅو معلومه کړي چې دغلته بندیان په کوم حالت کې ساتل شوي دي.

په دغه غونډه کې دهیواد دننه دفعالو غیر دولتي سازمانونو په فعالیتونو دحکومتي بندیز په اړوند دبشري حقونو وزیرې شیرین مزاري ویلي چې په غیر دولتي سازمانونو هیڅ بندیز نشته ، ځینو سازمانونو د رجسټریشن عمل نه ؤ ترسره کړی ځکه دهغوي دفعالیتونو مخه نیول شوې.

د کورنیو چارو د وزارت چارواکو کمیټې ته ویلي چې دا مهال په ګرد هیواد کې ۷۴ بهرني سازمانونه فعالیت کوي اؤ د ۲۷ؤ سازمانونو د فعالیت خواستونه رد کړل شوي دي.

چارواکو ویلي چې ځينو این جی او ګانو غوښتل چې هم جنس خوښۍ ته وده ورکړي اؤ دهم جنس خوښانو ترمینځ د ودونو دپاره سیمینارونه راجوړ کړي ځکه نو دهغوئ خواستونه رد کړل شوي دي.

په دغه موقعه د سینیټ کمیټې په غیردولتي سازمانونو د بندیزونو په هکله حکومتي تګلاره رد کړه اؤ وئ ویل چې حکومت په تګلاره یا پالیسۍ جوړؤلو کې قانوني تقاضې نه دي ترسره کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG