لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پبو کې دپاکستان اؤ روس ګډ پوځي تمرینات،جنرال باجوه یې لیدنې له ورغلی


دپښتونخوا په پبو سیمه کې دپاکستان اؤ روس د پوځونو ګډ پوځي مشقونه یا تمرینات روان دي چې نن (دوشنبه) دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه هم ددغو مشقونو لیدلو له ورغلی اؤ ویلي یې دي چې د دواړو هیوادونو د پوځي اړیکو پیاوړتیا دپاره دا ګډ پوځي تمرینات یوه ښه لاره ده.

دپاکستان دپوځ ویاند په ټوئټر ددغو ګډو پوځي مشقونو اؤ دپبو په چراټ سیمه کې دترهګرۍ دمخنیوي مرکز ته د پوځ د سرلښکر د سفر یوه لنډه ویډیو خپره کړې چې پکې د پاکستان اؤ روس پوځيان دهیلي کاپټرو، ټانکونو اؤ نورو سپکو اؤ درنو وسلو دلارې پوځي عملیات کوي.

دپوځ ویاند لیکلي چې جنرال قمر جاوید باجوه په دغو تمریناتو کې دبرخه لرونکو پوځيانو هوډ ،ولوله اؤ مسلکي مهارت وستائیلو اؤ وئ ویل چې له دې لارې به د روس اؤ پاکستان پوځي اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

په افغانستان د شوروي اتحاد د برید نه وروسته دپاکستان اؤ روسیې اړیکې زیاتې خړې شوې وې ځکه چې په دغه جګړه کې پاکستان د روسیې تر ټولو ستر مخالف ؤ اؤ د شوروي د ځواکونو په ضد یې دپاکستان نه جنګیالي افغانستان ته ورلیږل.

خو په کال۲۰۰۱م کې افغانستان ته د امریکا اؤ ناټو د ځواکونو د ورتګ راپدیخوا چې پاکستان دطالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو دپاللو په تور دامریکا اؤ ناټو دسختو فشارونو سره مخ دی ، پاکستان یو ځل بیا د روسیې سره دخپلې یارانې مزي ټینګوي اؤ په نزدې وختونو کې د دواړو هیوادونو لوړ پوړو دولتي مشرانو د یو بل دهیوادونو سفرونه هم کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG