لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې به د نومبر په شپږمه نېټه منځ مهاله ټاکنې ترسره کېږي


د نهې په ورځ په امریکا کې منځ مهاله انتخابات کېدونکي دي، او ووټران به د پارلمان دواړو ایوانونو سینټ او د استازو شورا لپاره به خپل نمایندګان ټاکي.

نن د ګل یا دوشنبې په ورځ د پارلمان لپاره نماینده غړي او د هغوي لوړ پوري ملاتړي اخری کمپاین پیل کړی چې د ووټرانو ملاتړ ترلاسه کړي.

صدر ډانلډ ټرمپ د خپل رپبلکن ملګرو ګټه غواړي چې په دواړه ایوانونو کې خپل اکثریت پرځاي وساتي او د ډیموکريټ هڅه ده چې په پارلمان کې د رپبلکن ګوند اکثریت ختم کړي.

د سیاسي څيړنکو په نظر د سينټ په پر تله د استازو شورا کې د ډیموکریټک ګوند لپاره ښه موقع ده چې اکثریت ترلاسه کړي.

د نهې په ورځ کېدونکو منځ مهاله انتخاباتو کې به د استازو شورا لپاره 435 او د سینټ په 100 کې 35 غړي ټاکلی کیږي.

صدر ټرمپ به نن د ګل په ورځ اوهائیو، انډیانا او میزوري ریاستونو کې انتخابي کمپاین کوي.

ټرمپ د اتوار په ورځ جارجیا او ټینسې کې د خپل ګوند کامیابي په اړه خوشبني ښکاره کړي.

٫٫٫ زما په فکر مونږ به د استازو شورا لپاره ښې نتیجې ولرو خو څنګه چې تاسو ته معلومه ده زما ټوله توجه سینټ ته ده او زما په فکر مونږ هلته ډیر ښه روان یو٬٬٬

صدر ټرمپ جارجیا غونډې ته وویل ووټران به فیصله کوي چې ایا دوي ډیموکراټانو ته دغه موقع ورکوي چې دوي زمونږ غیر معمولي اقتصاد او زمونږ راتلونکې تباه کړي کوم چې مونږ جوړه کړې ده.

پخواني صدر بارک اوباما د اتوار په ورځ انډیانا ریاست کې انتخابي کمپاین پر وخت وویل، دا د هغه حکومت وو چې هیواد یي د کال 2008م اقتصادي بحران نه را ووېستلو.

صدر اوباما د رپبلکن ګوند په اکثریتي پارلمان باندې تور ولګولو چې د هغه پالیسي او پرمختګ کوم چې تیر اته کالو کې د هغه حکومت کړی وو یې واپس کړي دي.

شکاګو کې انتخابي کمپاین پر وخت پخواني صدر بارک اوباما د نهې په ورځ کېدونکي منځ مهاله انتخاباتو په اړه وویل ٫٫ دا زمونږ د ژوند د ټولو نه مهم انتخابات دي٬٬

پخواني صدر وویل، د سوچونو انتخابات دي، چې مونږ د وخت په کوم ځاي کې یو او په کوم اړخ تلل غواړو. په میلینونو خلکو لپاره د صحت بیمه، کارکونکو کورنو ته مناسب هیڅ ورکول او د ټول نه مهم زمونږ د قام کردار څنګه پکار دې دا ټولې فیصلې به د ووټ په پرچې باندې کیږي.

د پارلمان د انتخاباتو تر څنګ د امریکا 50 ریاستونو کې 36 ریاستونو ګونران به هم د نهې په ورځ انتخابېږي.

دا وخت د ګونرانو په دغو څوکو باندې 33 رپبلکن، 16 ډیموکراټان او یو ازاد ګورنر کار کوي.

په ځینې ریاستونو کې به ووټران د صحت بیمې، د چرس استعمال او د ووټ استعمال لپاره کوم قسم سند پکار وي انتخابوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG