دمرکزي اؤ سویلي ایشیاء دپاره دامریکا د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره ایلس ویلز کابل کې دافغان چارواکو سره له لیدنو وروسته پاکستان ته رسیدلې اؤ ټاکل شوې ده دغلته به پاکستاني چارواکو سره افغانستان کې دسولې ترڅنګ په مهمو چارو خبرې اترې وکړي.
دپاکستان د بهرنيو چارو د دفتر ویاند محمد فیصل دسه شنبې په ورځ ويلي، وېلز به د پاکستاني چارواکو او بهرنيو چارو د وزارت سره وويني.
د فېصل په وېنا د دغه سفر د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پومپيو د پاکستاني سيال شاه محمود قرېشي سره د دوه اړخيزه اړيکو په تړاؤ د شوې ليدنې تسلسل دی.
د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پومپيو د ستمبر د مياشتې په پينځمه نېټه د اسلام اباد سفر کړی ؤ.
پومپيو په دغه سفر کې د پاکستان د وزيراعظم، پوځي مشر او بهرنيو چارو وزير سره ليدلي او د امريکا پېغام يې ورته ورکړی ؤ.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت وياندې هېدر نوئرټ د دغو ليدنو په اړوند ويلي ؤ،
په دغو ناستو کې پومپيو ټينګار کړی چې د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان رول مهم دی او پېغام يې ورکړی ؤ چې د سيمې د سولې او ثبات ته ګواښ ترهګرو پرضد د پاکستان پرېکنده اقداماتو ته اړتيا لري.
اېلس وېلز په داسې حال کې د پاکستان سفر کوي چې د اتوار، يکشنبې په ورځ يې د افغانستان ولسمشر اشرف غني سره هم ليدلي دي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزير پومپيو نزدې لس ورځې وړاندې ویلي ؤ د پاکستان نه يې هيله ده چې په خپله لويديځه پوله به ترهګرو ته خوندي ځالې نه ورکوي.
هغه ويلي ؤ پاکستان ته يې خپل پېغام روښانه کړی او پاکستان که په خپلو هڅو کې رښتونی نه ؤ او اهداف يې ترلاسه نه کړه حساب به ورسره وکړي.
د پومپيو په وېنا "هر څوک په افغانستان کې روغه جوړه غواړي چې ترلاسه يې کړي او پاکستان دې په خپله خاوره دننه د حقاني او طالبانو دپاره خوندي ځالې ونه لري".
پاکستان بيا بيا خپل دغه دريځ تکراروي چې په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد بې توپيره عمليات کړي او په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي.