لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې دسولې خبرو دپاره په ملې کچه مشورتي بورډ جوړیږي


په افغانستان کې د دولت اؤ مخالفینو ترمینځ دسولې په اړه په ملي کچه یو مشورتي بورډ جوړیږي چې په دغه بورډ کې به دهیواد دټولو ولایتونو استازي شامل وي.

په دغه اړوند تیره ورځ دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد د ۳۴ د ولایتي شوراګانو، د ولایتونو د علماو، دښځو شوراګانو، د دولتي پوهنتونونو او بشري حقونو د رئیسانو ترڅنګ ملکي او نظامي مسئولینو سره دسولې په پروسه خبرې وکړې.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ولسمشر غني یادو مسوولینو ته وویل، د سولې پروسې په اړه په ملي کچه د مشورتي بورډ د جوړولو په موخه به له مشورو وروسته هر ولایت خپل استازي په درې ورځو کې معرفي کړي.

هغه وویل دیاد مشورتي بورد موخه داده چې په دې پروسه کې د ټولو ولایتونو استازي شامل وي، ځکه سوله ښکاره او په رڼا کې کېږي.

ښاغلي غني غني څرګنده کړه د مشورتي بورډ له ټاکلو وروسته به د دې بورډ غړي کابل ته راشي او د حکومت تخنیکي ټیم سره به په ګډه چې په سولې پروسه کې بوخت دی، کار وکړي.

د ولسمشر په وینا کله چې د سولې د مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي همدا مشورتي بورډ به د مذاکره کوونکي ټیم په جوړولو کې رول ولري او له دې پروسې سره به مرسته کوي

هغه وویل په پام کې ده په دې مشورتي بورډ کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او ښځو د استازو ترڅنګ د هېواد یو شمېر نور شخصیتونه هم شامل شي.

په دې وروستیو کې افغان دولت اؤ امریکا طالبانو سره د سولې هڅې چټک کړي اؤ تیره میاشت امریکایي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې دپاکستان چارواکو ترڅنګ په قطر کې دطالب مشرانو سره هم خبرې اترې کړې وې.

زلمي خلیل زاد په افغان دولت اؤ طالبانو دواړو غږ کړی دی چې دسولې دپاره باید خپل استازي وټاکي.

افغان دولت اؤ امریکایي چارواکي په واضحه ډول ویي چې د سولې خبرې به دافغانانو په مشرۍ کیږي

XS
SM
MD
LG