لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ:په ظاهره دنوازشریف دسزا پرځائ ساتلو پرته بله هیڅ لار نشته


د سه شنبې په ورځ دپخواني وزیراعظم نوازشریف،دهغه د لور مریم نواز اؤ زوم کیپټن صفدر د سزاګانو دځنډولو پر ضد دنیب داپیل اوریدلو پرمهال مشر قاضي ویلي داسلام اباد دایالتي محکمې پریکړه دتیر وخت عدالتي پرېکړو سره هیڅ سمون نه خوري.

دپاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار ویلي په ظاهره داسې برېښي چې دپخواني وزیراعظم نوازشریف د سزا پځائ ساتلو پرته بله هیڅ لاره نشته.

د سه شنبې په ورځ دپخواني وزیراعظم نوازشریف،دهغه د لور مریم نواز اؤ زوم کیپټن صفدر د سزاګانو دځنډولو پر ضد دنیب داپیل اوریدلو پرمهال مشر قاضي ویلي داسلام اباد دایالتي محکمې پریکړه دتیر وخت عدالتي پرېکړو سره هیڅ سمون نه خوري.

دپاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف ته احتساب عدالت هیواد نه بهر د ناجائزه شتمنیو لرلو په تور د ۱۱ؤ کالو دبند سزا اورولې چې دغه سزا په ۱۹م ستمبر د اسلام اباد هائیکورټ دوه کسیزې څانګې ځنډولې وه.

داسلام اباد هائیکورټ دپرېکړې په ضد دهیواد داحتساب محکمې سپریم کورټ ته اپیل کړی دی.

د نیب د اپیل اوریدلو پرمهال مشر قاضي ویلي د نیب په مقدمو کې په عامه توګه ضمانت نه ورکړل کیږي اؤ دسزا په ځنډولو کې شواهدو ته هم نه کتل کیږي، محکمې خپله پرېکړه په میرټ اؤ شهادتونو ورکړې ده.

هغه ویلي باید یو نقص خو وښودل شي چې داحتساب محکمې پرېکړه کې داسې څه نقص ؤ چې دهغې له امله د نوازشریف سزا وځنډول شي؟

په نوازشریف ،دهغه په لور مریم نواز ا‌ؤ زوم کیپټن صفدر تور دی چې دهیواد نه بهر یې په ناجائزه توګه شتمنۍ جوړې کړي دي.

خو نوازشریف اؤ کورنۍ یې وايي چې هغوئ هیڅ غبن نه دی کړی اؤ پر ضد یې سیاسي انتقامي ګامونه روان دي.

مشر قاضي ویلي په ذګر شوو کسانو تور دی چې د خپل امدن نه زیاتې اثاثې لري.

دلندن اثاثې دچا دي،دلندن فلیټونه د ونې څخه خو نه دي رازرغون شوي،که چرې منلې یې ده چې دا جائیداد دهغوئ دی نو بیا به ورته دا هم ښودل وي چې دا جائیداد یې اخستی څنګه دی؟

محکمې ددغه اپیل نوروه اوریدنه تر۱۲م نومبر ځنډولې ده.

باید وویل شي چې دا مهال د پخواني وزیراعظم نوازشریف کشر رور اؤ په قامی‌اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر شبهاز شریف هم دغبن په تورونو نیب نیولی اؤ دهغه په ضد د احتساب محکمه کې مقدمه روانه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG