لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پمپیو: بندیزونه به د ایران د تاوتریخوالي او بې ثباتۍ سرچینې وچې کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

واشنګټن ډي سي: امریکا یو ځل بیا د ایران په تېلو، بانکي سیستم او ټرانسپورټي برخو باندې بندیزونه ولګول.

امریکايي چارواکي وايي، ددغو بندیزونو موخه دا ده چې د ایران اټومي او د توغندیو پروګرامونه ودرول شي او په منځني ختیځ او نورو سیمو کې د ایران د بې ثباتۍ سیاست مهار کړای شي.

دغه بندیزونه وروسته له هاغې په ایران باندې ولګول شول کله چې د ټرمپ ادارې په تېرې مې میاشت کې پرېکړه وکړه چې له ایران سره به د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون څخه ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، زمونږ هدف دا دی چې د ایران په رژیم باندې هغه مالي سرچینې وچې کړو له کومو څخه چې دوی د تاوتریخوالي او بې ثباتۍ په فعالیتونو کې کار اخلي.

خو له ایران څخه د تېلو ټول اخېستونکي به جریمه نشي. له ایران څخه د تېلو له ۱۲ سترو اخېستونکو څخه اته یې له دغو بندیزونو څخه بخښل شوي دي.

پمپیو وویل، دا هغه هېوادونه دي چې لا له مخکې څخه یې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې له ایران څخه د تېلو په اخېستلو کې د پام وړ کموالی راوستی.

داسې باور دی چې د ټرمپ اداره په بیړه او یو دم نشي کولای چې د ایران د تېلو صادرات صفر ته راکوز کړي.

دا ځکه چې اروپايي ټولنه د ایران د اټومي تړون ملاتړ کوي او اوس اروپايي ټولنه په داسې یو میکانېزم باندې کار کوي، چې داسې تجارتونه وژغوري څوک چې غواړي له ایران سره خپلو راکړو ورکړو ته دوام ورکړي.

خو واشنګټن هیله څرګندوي چې د انرژۍ نړیوالې کمپني به د امریکا بندیزونه له ګواښونو سره مخ نه کړي.

په نورو هېوادونو لکه په ګاونډي افغانستان کې زیات خلک ددغو بندیزونو د پایلو په اړه اندېښنه لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو له خونې څخه توفیق داوري وايي، دغه بندیزونه به د افغانستان په اقتصاد اغېز ولري. له دې سره به د توکو بیې لوړې شي او له ایران څخه به د وارداتو پروسه هم اوږده شي.

ایران که څه هم دا مهال غواړي له اټومي تړون سره په یو اړخېزه توګه پاتې شي خو تهران ژمنه کړې چې د دوی په وینا د امریکا دغه اقتصادي جګړه به ماتوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، امریکا له دې ګامونو سره د عامو ایرانیانو په وړاندې اقتصادي جګړه پیل کړې او ژمنه یې وکړه چې ایران به داسې یوه لاره ومومي چې د خپلو تېلو خرڅولو ته دوام ورکړي.

د ایران د عایداتو یوه زیاته برخه د تېلو په پلورلو باندې ولاړه ده.

په انډیانا پوهنتون کې د نړیوالو مطالعاتو یو مرستیال پروفیسور حسین بونی امریکا غږ ته وویل، ګومان نه کوي چې له دې بندیزونو سره به د ایران د رژیم رویه دومره ژر بدله شي.

هغه وړاندې وویل، د ډنمارک لخوا د تېرې اونۍ له هغو ادعاو سره چې په خاوره یې ایرانیانو خپل یو مخالف فعال وژلی، اروپا ته به اوس دا ډېره ستونزمنه وي چې له ایراني سخت دریځو سره خپل مخالفت او ددغه هېواد له منځلارو سره د ډپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو په برخه یو توازن وساتي.

XS
SM
MD
LG