لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان قامي اسمبلۍ د اقبال د ورځې د رخصتۍ قرارداد رد کړی


د قرارداد وړاندې کوونکي ښاغلي چیمه د اپوزیشن ګوندونو د مخالفت په ځواب کې وویل، چې کوم جواز د علامه اقبال د ورځې په مناسبت د عامې رخصتۍ په مخالفت کې وړاندې کېږي، همدا جواز باید د دې هېواد د باني محمد علي جناح د زوکړې د ورځې لپاره هم وړاندې شي او پر ۲۵م دسمبر باید عامه رخصتي ونه شي.

واشنګټن ــــ د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د واکمن ګوند په ګډون ځینو اپوزیشن ګوندونو د مشهور شاعر علامه محمد اقبال د زېږېدنې په ورځ د عامې رخصتۍ اعلانولو لپاره وړاندې شوی قرارداد رد کړی دی.

د نهې- سه شنبې په ورځ د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند یوه غړي ډاکټر نثار چیمه د اسمبلۍ په غونډه کې قرارداد وړاندې کړ او ویې ویل چې پر ۹م نومبر دې علامه اقبال ته د احترام وړاندې کولو په خاطر په هېواد کې عامه رخصتي اعلان شي، خو د واکمن تحریک انصاف او متحده مجلسِ عمل په ګډون یې د خپل ګوند کسانو هم مخالفت وکړ.

علامه اقبال د اردو او فارسي ژبو شاعر دی، چې د 1877م کال د نومبر په 9مه د پنجاب په سیالکوټ ښار کې زېږېدلی وو او د 1938م کال د اپرېل په 21مه مړ شوی وو او پاکستان د خپل "قومي شاعر" شاعر په ګډون د "شاعرِ مشرق" لقب هم ورکړی دی.

علامه اقبال پخپله شاعري کې اعتراف کړی چې هغه د پښتو د مشهور شاعر خوشال خان خټک له شاعرۍ اغېزمن وو او په شاعرۍ کې ځای پر ځای د هغه د افکارو څرک هم ښکاري، خو د پښتو ژبې ځینې کره کتونکي وایي چې اقبال د خوشال خټک له ډېرو شعرونو د خیال او فکر اخذ کړی دی خو یادونه یې نه ده کړې.

د مسلم لیګ نواز ګوند یوه مشر او پخواني مرکزي وزیر احسن اقبال د اسمبلۍ په غونډه کې وویل، چې د اقبال د زېږېدنې په ورځ د عامې رخصتۍ لپاره دې ورته قرارداد تېر کال هم- چې دی د کورنیو چارو وزیر وو- وړاندې شوی وو:

"د دې پر ځای چې خلک د ۹م نومبر د عامې رخصتۍ په اعلانېدو سره په دې ورځ مېلې او محفلونه جوړ کړي او وزګار کښېني، پکار دی په سکولونو او کالجونو کې علامه اقبال ته د عقیدت وړاندې کولو لپاره د هغه په اړه ځانګړي سېمینارونه او غونډې وشي".

په کورنیو چارو کې د مملکت مرکزي وزیر شهریار اپریدي هم د قرارداد مخالفت وکړ او ویې ویل چې، وزیراعظم عمران خان او د کابینې غړي یې د سخت او نه ستړي کېدونکي کار طرفدار دي، وایي دوی تر اوسه حتی یوه ورځ هم عامه رخصتي نه ده کړې.

د بشري حقونو وزیرې شېرین مزاري هم د علامه اقبال د زوکړې په ورځ د عامې رخصتۍ وړاندیز رد کړ او حیرانتیا یې څرګنده کړه، چې د مسلم لیګ نواز ګوند غړي ډاکټر نثار چیمه څنګه یو داسې قرارداد وړاندې کړ، چې حتی خپل ګوند یې ملاتړ نه کوي.

د قرارداد وړاندې کوونکي ښاغلي چیمه د اپوزیشن ګوندونو د مخالفت په ځواب کې وویل، چې کوم جواز د علامه اقبال د ورځې په مناسبت د عامې رخصتۍ په مخالفت کې وړاندې کېږي، همدا جواز باید د دې هېواد د باني محمد علي جناح د زوکړې د ورځې لپاره هم وړاندې شي او پر ۲۵م دسمبر باید عامه رخصتي ونه شي.

چیمه وویل پخوا به په پاکستان کې د علامه اقبال د زوکړې ورځ د عامې رخصتۍ په توګه لمانځل کېده خو وایي څو کاله مخکې په دې ورځ باندې په ټول هېواد کې عامه رخصتي ختمه شوه.

د مسلم لیګ ن ګوند دې غړي وویل، چې په تېرو کلونو کې حکومت د اوونۍ په پای کې د خالي- شنبې او اتوار-یکشنبې ورځې د رخصتۍ په توګه اعلان کړې چې د کال 52 ورځې جوړېږي خو وایي اقبال ته د عقیدت وړاندې کولو لپاره یوه ورځ رخصتي نه اعلانوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG