لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دافغانستان جګړه کې یوازې طالبان نه نور اړخونه هم لاس لري


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي دافغانستان دننه په روانه جګړه کې یوازې طالبان نه بلکې نور اړخونه هم لاس لري اؤ اړینه ده چې چې مونږ په دغو اړخونو وغږیږو.

هغه وایي بین المللي تروریزم چې په دوامدره توګه خپله څېره بدلوي باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي.

ولسمشر اشرف غني پرون(سه شنبه) د ناټو سازمان سرمنشي ینس ستولټنبرګ سره په یوه ګډه مطبوعاتي ناسته کې وویل زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅو او قربانیو دا ثابته کړه چې له وابستګۍ څخه په شریک بدل شوي یوو او نن په ویاړ سره ویلی شم چې افغانستان او ناټو له تروریستانو سر ه د مبارزې او بین المللي امنیت په ډګر کې دوه شریکان دي

هغه وویل نن موږ د ناټو سرتېرو کورنیو ته په اعتماد سره ویلي شو چې ستاسې لوڼې او زامن د جګړې په لومړۍ کرښه کې نه دي او نه به وي، ځکه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه تل د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او د دې خاور ې له خپلواکۍ څخه دفاع کوي

د ناټو سازمان سرمنشي مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې په طالبانو او نورو وسلهوالو ډلو غږ وکړو چې د خلکو له وژلو لاس واخلي، ځکه جګړه د حل لار نه ده او باید د سولې لار غوره کړي.

هغه زیاته کړه، د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د روزنې او مشورې ورکولو له لارې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د تامین لپاره همکاري کوي.

ینس ستولټنبرګ وویل، د ناټو سازمان غړي هېوادونه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ، تجهیز او تمویل ته ژمن دی او په راتلونکي کې به دغه مرستې نورې هم زیاتې شي.

هغه زیاته کړه، موږ د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بهیر ملاتړ کوو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG