لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شکیله ناز له اوږدې مودې وروسته بیا د هنر نړۍ کې قدم ږدي


دپښتو وتلې مشهوره اؤ تکړه سندرغاړې شکیله ناز د اتویشتو کالو د اوږدې مودې له ځنډ وروسته یو ځل بیا دهنر نړۍ کې قدم ږدي اؤ وایي غواړي چې دهغې هنر دجګړو ځپلې پښتون قام په ښېګړه راشي.

شکیله ناز چې په سوونو سندرې یې ویلي اؤ په ټوله نړۍ کې په میلینونو مینه وال لري په لمړي ځل په ټولنیزو رسنیو هم راښکاره شوې خپلې دفیس بک، ټوئټر اؤ یوټیوب پاڼې یې دخلکو سره شریکې کړي دي.

په یوټیوب خپل یو غږیز پیغام کې هغې ویلي کله چې یې له سندرو لاس اخستلو نو په پښتون وطن کې امن اؤ سوکالي وه خو اوس یې په وطن هر لوري ته اوورنه بل دي، ویرونه اؤ مرګونه دي نو په داسې حال کې هغه غواړي چې دخپل هنر له لارې دپښتنو دسوکاله ژوند دپاره هڅې وکړي.

په ټولنیزو رسنیو دفن دنیا ته یو ځل بیا د راتګ په پرېکړه شکیله ناز ته تود هرکلی ویل شوی اؤ په فیس بک اؤ‌ ټوئټر پښتنو فعالینو دشکیله ناز دغه خبر یوبل سره د "زیري" په توګه شریک کړی دی.

شکیله ناز ته نزدې سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې هغې د خپلو نوؤ سندرو یو البم هم د "نوی ژوند" په نوم اماده کړی دی اؤ هیله ده ددغه البم رسمي پرانسته په نوي کال دافغانستان یا برتانیه څخه وکړي.

سرچېنه زیاتوي شکیله ناز ته له ډیرو هیوادونو دهغې پښتنو مینه والو وړاندیز کړی چې په اروپایي هیوادونو کې ورله دنوي البم پرانسته کول غواړي خو هغه زیاته خوښي په افغانستان کې لري اؤ غواړي چې هنري نړۍ ته بیا رسمي راتګ له کابل پیل کړي.

شکیله ناز دکال ۱۹۸۴نه تر ۱۹۹۱ دپښتو په سندریزه نړۍ دفن دیوې راڼۍ په توګه خپل راج قائم ساتلی ؤ.

میرمن ناز په دریم مارچ کال ۱۹۶۹ کې دپښتونخوا دمردان په پورې هوتي سیمه کې دفقیرمحمد خان په کور کې زیږیدلې ده اؤ دپېښور پوهنتون څخه یې لوړې زده کړې کړي دي.

دهغې کورنۍ یوه فني کورنۍ وه اؤ دشکیله ناز نه وړاندې دهغې په ټبر کې چشتي چمن جان اؤ مهرالنساء د سندرو د فن سره تړلې نامتو هنرمندانې تیرې شوې وې.

دشکیله ناز دریوؤ نورو خویندو فریده خان،اقبال بانو اؤ ثمینه ناز هم سندرې ویلي چې پکې په تیرو وختونو کې د فریده خان سندرې دریډیو پاکستان نه ډیرې زیاتې مشهورې شوې دي.

XS
SM
MD
LG