لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سولې د عالي شورا مهم غړي اکرم خپلواک استعفا ورکړې


د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر او د ولسمشر د سياسي چارو ځانګړي استازي محمد اکرم خپلواک نن د شورو، چهارشنبې په ورځ د افغان چارواکو په یوې ناسته کې له خپلې دندې استعفا وړاندې کړه.

دسولې عالي شورا ویاند احسان طاهري له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل چې اکرم خپلواک د جمهمور رییس محمد اشرف غني په مشرۍ دکابينې د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې له دندې استعفا وړاندې کړه.

هغه وویل ولسمشر اشرف غنی هم د نوموړي استعفا منظور کړې ده.

اکرم خپلواک د افغانستان د ملي یوالي په حکومت کې جمهور رییس محمد اشرف غني ته نزدې کس پاتې شوی او په تیرو شاوخوا دریو کلونو کې د سلاکار او همداراز دسولې عالي شورا د دارالانشاه دمشر په توګه يې دنده ترسره کړې ده.

د سولې عالي شورا د دې چارواکي د دندې د پرپښودو لامل تر دې دمه نه دی روښانه او نه هم افغان چارواکو څه ویلي دي.

دسولې عالي شورا د دارالانشا مشر په داسې حال کې له خپلې دندې تېر شوی چې ټاکل شوې د سولې عالي شورا د مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد په مشرۍ دسولې عالی شورا ۴ کسیزه پلاوی د افغانستان د سولې د خبرو په تړاو د ماسکو په جوړیدونکي ناسته کې برخه اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG