لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان پولې ته څېرمه په پاکستاني پوځيانو چاودنو کې یو افسر وژل شوی،څلور ژوبل


دافغانستان پولې ته څیرمه دخیبر پښتونخوا په قبائیلي سیمو مهمند اؤ شمالي وزیرستان کې دپاکستان په امنیتي څواکونو دمائنونو چاودنې شوې چې پکې د کیپټن زرغم په نوم یو پوځي افسر وژل شوی اؤ څلور نور عسکر ژوبل شوي دي.

سرچینې وایي دچهارشنبې په ورځ دمهمندو په صافي تحصیل کې دافغانستان پولې ته څيرمه په پیشتو کنډاؤ سیمه کې دایف سي د۲۰۵ څانګې دبمونو شنډونکې ډله ډله باندې د وړاندې نه ښخ کړل شوی بم خلاص شوی چې پکې دکیپټن زرغم په نوم افسر وژل شوی اؤ ریحان نومي عسکر سخت ژوبل شوی دی.

دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور هم ددغه پېښې پخلی کړی اؤ په ټوئټر یې لیکلی چې چاودنه ګز د وژل شوي زلمي پوځي افسر تعلق دپنجاب سرګودهې سیمې سره ؤ.

تندروه ډلې حزب الحرار ددغه چاودنې پړه پغاړه اخستې اؤ ویلي یې دي پوځيان په پوله د ازغن تار په لګولو بوخت وؤ چې دمائن چاودنه پرې وکړل شوه.

دحزب الاحرار یو ویاند مطبوعاتو ته ویلي دهغوئ جنګیالو دچاودنې نه وروسته دپاکستاني پوځیانو څخه په پوله غڅول کیدونکی ازغن تار هم دځان سره وړی دی.

په عین حال کې د شمالي وزیرستان په روغه بدر سیمه کې هم دامنیتي ځواکونو یو ګاډی په ښخ کړل شوي بم الوځول شوی چې درې پوځيان پکې سخت ژوبل شوي دي.

د سیمې څخه سرچینو وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي په دغه چاودنه کې ژوبل پوځيان دسیمې پوځي‌ روغتون ته رسول شوي چې پیژندګلو یې د دقاسم،امجد اؤ ظهیر په نومونو شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان پوځ اؤ حکومت وخت په وخت دعوې کوي چې د ضرب عضب په نوم پوځي‌ عملیاتو کې دترهګرو ملا ماته شوې اؤ هغوئ اوس د منظمو بریدونو توان نه لري،‌

خو دپوځ‌ ددعوؤ باجود وخت په وخت قبائیلي سیمو څخه په امنیتي ځواکونو دبمي بریدونو راپورونه مخې ته راځي.

دپاکستان دپوځ یو پخواني افسر بریګیډئیر سید نظیر وائس وايي په قبائیلي سیمو کې تر اوسه بشپړ امن نه دی ټینګ شوی اؤ وسله والې ډلې اوس هم دغلته خپلې ځالې لري چې له دغو ځالو وخت په وخت په پوځ بریدونه کوي.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې ښاغلي سید نظیر وویل په قبائیلي سیمو کې تر اوسه د پوځ موجودیت ښایي چې ددغو سیمو امنیت لا ډاډمن نه دی ځکه چې دغلته اوس هم وخت په وخت دپوځ اؤ تندلارو ترمینځ نښتې هم کیږي اؤ په پوځيانو دمائنونو چاودنې هم دوامدارې دي.

XS
SM
MD
LG