لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان :دعافیه صدیقي دخلاصون پرېکړه نه ده شوې


دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي امریکا کې دبندي پاکستانۍ عافیه صدیقي په اړوند امریکا سره خبرې شوي دي خو دهغې دخوشې کیدلو په هکله هیڅ پرېکړه نه ده شوې.

په کال ۲۰۰۳م کې افغانستان څخه دترهګرې شبکې دملاتړ په تور نیول شوې عافیه صدیقي ته په کال ۲۰۱۰م کې دنیویارک یوې امریکايي محکمې د ۸۶ کالو دبند سزا اورولې اؤ هغې روانه اوونۍ دپاکستان د وزیراعظم عمران خان نه غوښتنه کړې چې دبند څخه دهغې په خلاصولو کې مرسته وکړي.

د زیارت په ورځ مطبوعاتو ته د احوال ورکولو په وخت دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي چې پاکستان امریکایي چارواکو سره د ډاکټرې عافیه معامله راپورته کړې ده خو دهغې دخلاصون پرېکړه نه ده شوې اؤ نه شي ویل کیدلی چې هغه به تر کله دبنده خوشې کړل شي؟

هغه وویل دعافیه صدیقي دبند خبره یوه جذباتي معامله ده اؤ دا دپردې ترشا نه ده راپورته کړل شوې ، په دې اړوند یو څه پرمختګ شوی خو اوس له دهغې د ویلو وخت نه دی.

پاکستاني مطبوعات وایي روانه اوونۍ کې دپاکستان په سفر تللې امریکایي استازې ایلیس ویلز سره هم لیدنو کې پاکستاني چارواکو دعافیه صدیقي په معامله خبرې کړي دي خو امریکا ددغو دعوؤ پخلی نه دی کړی.

ویاند وویل دا مهال دسیف الله پراچه،ماجدخان،عبدل رباني،عممارالبلوشي اؤ غلام رباني په نومونو پینځه پاکستانیان د ګوانتانامو بی په زندان کې قید دي اؤ دهغوئ دخلاصون په اړه هم امریکا سره خبرې اترې روانې دي.

تر دې وړاندې هم دپاکستان حکومت ویلي وؤ چې امریکا سره یې په پرله پسې ډول د ډاکټرې عافیه صدیقي په اړوند خبرې کړي اؤ په هیوسټن کې دپاکستان قونصل جنرال د عافیه صدیقي سره دهغې داحوال معلومولو دپاره لیدنه هم کړې ده.

ښاغلي ډاکټر محمد فیصل په دغه موقعه دمذهب دسپکاوي په تور د تورنې عیسوي میرمنې داسیه بي بي دبند نه دخلاصیدو په اړوند ویلي چې هغه یوه ازاده وګړې ده اؤ په چرته په تګ راتګ یې هیڅ بندیز نه شته خو هغه سپینه کړه چې اسیه بي بي دپاکستان دننه په یو خوندي ځائ کې شتون لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG