د افغانستان د روغې جوړې د بهير دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد به د اتم نه تر ۲۰ نومبر پورې د افغانستان، پاکستان، متحده عرب اماراتو او قطر په سفر وي.
ويل شوي خليلزاد د يو پلاوي مشري کوي په کومه ډله کې چې د امريکا د بېلابيلو ادارو استازي شامل دي.
د امريکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، "هغه (خليلزاد) به د افغان دولتي مشرانو او نورو فريقېنو سره ليده کاته کوي، د کومو هدف چې خپلمنځي افغان خبرو اترو ته وده ورکول دي چې پکې طالبان هم شامل وي او د کوم څه نه چې تل پاتې سوله ترلاسه کيږي".
په بيان کې ویل شوي، "د تل پاتې سولې ترلاسه کولو دپاره اړينه ده چې ټول افغانان د هېواد د راتلونکې فېصله په خپله وکړي".
خليلزاد په تېره لږه موده کې د افغانستان د سولې د خبرو په لړ کې د افغانستان او پاکستان سفرونه هم کړي دي.
نوموړي تېره مياشت په افغان دولت او طالبانو ټینګار کړی چې د خبرو دپاره داسې ډلې وټاکي چې واک لري، او ويل شوي دواړه ډلې د خبرو د پاره مخ په وړاندې ځي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي ، امریکا د سياسي لارې د افغانستان د شخړې دپاره ژمنه ده، د کومې لارې چې په دغه هېواد کې روانه جګړه ختمه شي او امريکا او نورې نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښونه د مينځه لرې کړی شي.
امریکا وايي، سوله ييز افغانستان په سیمه ييزه سوداګرۍ او پرمختګ کې د پام وړ رول ترسره کولی شي.
ښاغلی خليلزاد سره د پلاوي په داسې وخت کې د پاکستان، افغانستان او منځني ختيځ سفر کوي چې نن د جمعې په ورځ په ماسکو کې د افغانستان د سولې دپاره غونډه پېليږي.
ويل شوي د افغانستان د سولي شورا غړي، د طالبانو استازي، د پاکستان، امریکې او د یو شمېر نورو هېوادونو سفارتکاران په افغانستان کې د سولې او مفاهمت د لارې لټولو په غرض په ماسکو کې د جمعې په ورځ خبرې کوي.