لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې په افغانستان، پاکستان او عراق کې د پينځه لاکه نه زیات کسان وژل شوي


دغه عکس د غزني دی کوم چې د روان کال اګست په مياشت کې اخیستل شوی دی

د يو څيړنيز رپوټ ترمخه د امريکې په مشرۍ د ترهګرۍ پرضد ۱۷کلنه جګړه کې په افغانستان، پاکستان او عراق کې د پنځه ؤ لاکو نه زیات خلک وژل شوي دي، او په تېرو دوه کلونو کې په دې شمېره کې ۲۲ سلنه سېوا والی مخې ته راغلی دی.

د امريکې د (براؤن پوهنتون) "د جګړې د پروسې د لګښتونو" د سرخط لاندې دا څيړنيز رپوټ خپور کړی دی چې پکې ويل دا وژنې د کال ۲۰۰۱، د ۱۱ ستمبر د پېښو ورسته شوی دي.

ويل شوي په دغو وژنو کې د امریکا او اتحادي ځواکونو سرتيري، د جګړو په سيمو کې د عامو خلکو وژنې، ځايي ځواکونه او پوليس، ترڅنګ د وژل شوؤ تندلارې شمېرې هم شامل دي.

د رپوټ ترمخه په دغو وژنو کې زياته شمېره د هاغو ده کومې چې د نېغ په نېغه جګړو نه لرې رامنځته شوي دي.

په افغانستان کې د اکتوبر ۲۰۱۸م پورې د وژنو شمېره يو لاک ۴۷ زرو ته لوړه شوې ده. په دې شمېره کې د افغان امنيتي ځواکونه، عام خلک او د مخالفه ډلې جګړه مار هم شامل دي.

په رپوټ کې ویل شوي په دې شمېره کې ۶۳۳۴ امریکا سرتيري او کارمندان، او د ۱۱۰۰ نه سېوا د اتحادي ځواکونو سرتيري هم شامل دي.

په رپوټ کې ويل شوي په پاکستان کې په ياده موده کې ۶۵زره کسان وژل شوي دي. په ۶۵ زرو کسانو کې ۹۰ تنه امریکايان، نهه زره ځايي امنیتي سرتيري او ۲۳ زره عام خلک وژل شوي دي. ويل شوي پاتې نور چې شمېره يې ۳۳ زره پاتې کیږي د حکومت پرضد جنګيالي وو.

د رپوټ ترمخه د دوه لاکه ۶۸ زرو نه تر دوه لاکه ۹۵ زره پورې وژنې په عراق کې شوي دي چرته چې په کال کې ۲۰۰۳ م د امریکا په مشرۍ اتحاد عمليات پېل کړي وو.

"که څه هم د ترهګرۍ پرضد جګړه امریکايان، مطبوعاتو او قانون جوړؤنکي ګوري او د وژنو شمېرې سېوا کيږي خو بيا هم دا جګړه په شدت سره روانه ده".

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د امریکا جګړې په افغانستان، عراق او پاکستان کې په ملينونو خلک بې کوره کړي دي.

په تېر ۱۷ کاله موده کې په پاکستان کې يواځې تېرکال د وژنو پېښې ۸۰ سلنه راکمې شوي او په افغانستان کې سوا شوي دي چې زياتره پکې عام ملکي خلک او د حکومتي ځواکونو سرتيري وژل شوي دي.

د څيړونکو په نظر روان کال ۲۰۱۸ ، ۱۷ کاله وړاندې د پېل شوې جګړې تراوسه پورې تر ټولو زیات خونړی کال ګرځېدلی دی.

XS
SM
MD
LG