لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د تحریک لبېک د قهرجنو مظاهرو په مهال د تشدد په پېښو کې چا لاس لرلو؟


د پاکستان د کورنيو چارو وزیر مملکت ویلي، د تحریک لبېک د احتجاجي مظاهرو په مهال چې د تشدد کومې پېښې رامنځته شوې وې په هغو کې د مسلم ليګ ن او د نورو سياسي ډلو غړي ککړ وو.

په ۳۱م اکتوبر د پاکستان سترې محکمې د مذهب د سپکاوي په تور سزاوار شوې عيسايي مېرمنې اسيه بي بي د بري کولو او خوشي کولو امر کړی ؤ.

د دغه فېصلې اورولو سره سم تحريک لبېک نومې ډلې په ټول ملک کې قهرجنې مظاهرې پېل کړې چې تر درېو ورځو روانې وې، او د ملک په بېلابيلو برخو کې د مظاهرو په مهال د ګاډو سوځولو او نورو ورانو پېښې هم رامنځته شوې وې.

د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ايي) حکومت د تحریک لبېک سره يوه لانجمنه لوظنامه کړې او احتجاجونه ختم کړی شوي وو خو حکومت بيا ويلي چا چې حکومتي عملداري چېنلج کړې پرضد به يې ګامونه اخيستل کيږي.

د کورنيو چارو وزير مملکت شهريارافريدي ويلي دوی ته چې د وران کارو کوم عکسونه يا ويډيوز ترلاسه شوي او هغه يې تحريک لبېک ته ښکاره کړي هغو ته ترې انکار کړی چې دا کسان د دوی غړي نه دي.

سياستوال فرحت الله بابر د شهريار افریدي بيان ته په په غبرګون کې ويلي،

"د تحریک لبېک د تشدد تور په مخالفه ګوندونو اچول تندلارو ته د پناه ورکولو دپاره په ارادې سره کولی شي، د تيارې کوڅې ته مه ځئ. هغه لوی قيمت مه هېروئ چې بيا يې ورکول د غاړې شي. د پاکستان د اېف ای ټي اېف په فهرست کې اچولو دپاره عذر مه جوړوئ. دا د وړاندې نه د وسلې خبرداری دی".

خوشحال خان په ټویټر ليکلي،

"که طالبان ؤ او که تحریک لبېک دی، پي ټي ايي به يې د خلکو سره غاړه په غاړه کيږي".

شهريار افريدي ويلي په نوي پاکستان کې به په خپلو خلکو ګولۍ نه چلول کيږي او ځان ته به نزدې کولی شي.

په ټولنيزو رسنیو د پي ټي ايي په حکومت نيوکې کیږي چې تحریک لبېک د ججانو او پوځي مشر د وژنو دپاره خلک راپاوري هغو ته څه نه ویل کيږي، خو پښتون ژغورنې غورځنګ چې په پرامنه ډول جلسې کوي پرضد يې د غدارۍ مقدمې درج کولی شي.

دغه ډول ځينې کسان دا هم وايي چې د اکتوبر په میاشت کې د پي ټي ايي حکومت د پېښور پوهنتون زده کوونکي په پوليسو په ډنډو وهلي او بندي کړي يې وو.

XS
SM
MD
LG