لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ پوځي محکمو نه دسزا وارو کسانو دخوشې کولو په پرېکړه عمل ځنډولی


دپاکستان سترې محکمې دپوځي عدالتونو لخوا دترهګرۍ په تور په سزا د رسؤل شوؤ ۶۸ کسانو د خوشې کولو په هکله دپېښور هائیکورټ امر ځنډولی اؤ د زندانونو مشرانو ته یې امر کړی چې دغه دغه تورن کسان باید خوشې نکړل شي.

پېښور هائیکورټ تیره میاشت دپوځي عدالتونو لخوا په سزا د رسول شوؤ ۶۸ کسانو دخوشې کولو امر کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې نیول شوؤ تورونو کسانو ته سزاګانې دبدنیتۍ په اساس په غلط ډول پرته له کومو ثبوتونو اورؤل شوي دي.

نن دپېښور هائیکورټ ددغه پرېکړې په ضد ستره محکمه کې د دائر کړل شوې عریضې اوریدنه شوې اؤ مرستیال څارنوال(ایډیشنل اټارني‌ جنرل) سترې محکمې ته ویلي چې پېښور هائیکورټ حقیقتونه په سم ډول نه دي ارزولي،دغه ټول تورن کسان په سترو جرمونو کې لاس لري ځکه نو باید ستره محکمه د پوځي محکمو لخوا دوئ ته اورؤل شوې سزاګانې پځایې وساتي.

دڅارنوال په غوښتنه سترې محکمې دپېښور هائیکورټ په امر عمل وځنډولو اؤ دزندانونو مسولینو ته یې امر وکړو چې دغه تورن کسان دې لا نه نه پریږدي.

سترې محکمې د دوسیې نوروه اوریدنه تر نامعلومې مودې ځنډولې ده.

په پاکستان کې پوځي محکمې په کال ۲۰۱۴م کې وروسته له هغې فعاله کړل شوې چې په پېښور کې په ارمي پبلک سکول ترهګریز برید کې د۱۵۰ څخه زیات ماشومان اؤ د سکول مامورین ووژل شول.

دې پوځي محکمو ته په ائین کې د۲۱م ترمیم دلارې دفعالیت اجازه ورکړل شوې خو دبشري حقونو زیاتره سازمانونه نیوکې کوي چې دغو پوځي محکمو کې ټولې قضایي چارې په پټ ډول ترسره کیږي اؤ تورن شخص ته پکې دځان دسپینولو موقعې نه ورکړل کیږي.

خو پوځ بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي چې په پوځي محکمو کې هر تورن شخص ته دځان د سپیناوي بشړ موقعې ورکول کیږي.

دپوځي محکمو نه په سزا د رسول شوؤ کسانو دخوشې کولو بشپړه پرېکړه د روانې میاشتې په پیل کې پېښور هائیکورټ جاري کړې وه چې پکې ویل شوي وؤ په سزا رسول شوي ټول کسان چې په کومه توګه دهغوئ دحقونو پرضد دهیواد دبیلابیلو برخو څخه نیول شوي اؤ بیا دایجنسیو ولکه کې دسزا ورکولو دپاره تر میاشتو اؤ کلونو ساتل شوي، دهغې هیڅکله ډاډګیرنه نه شي کیدلی.

دهائیکورټ فیصله کې ویل شوي وو چې کومو تورنو کسانو ته پوځي محکمو سزاګانې اورؤلي دهغوئ ټولو اعترافي بیانونه هم په یو لاس لیکل شوي اؤ د وینا لب و لهجه یې هم رقم ده.

محکمې ویلي وؤ په خیبر پښتونخوا کې درې پوځي محکمې فعالې دي اؤ د دوسیو څخه په ډاګه کیږي چې دغه دریواړه محکمې هم په یو ډول کار کوي تر دې چې هیڅ یو تورن تن دمحکمو پوښتنو ته په جدا انداز ځواب نه دی ویلی.

پېښور هائیکورټ دا هم ویلي وؤ چې په ټولو محکمو کې ټولو تورنو کسانو څخه په یو ډول پوښتنې شوي اؤ بیا دغو پوښتنو ته یو رقم ځوابه هم ویل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG