لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د روس غونډه کې طالبان اؤ افغان دولتي استازي مخامخ خبرو ته ناست دي


روسیه غونډه

روس ویلي دي چې دافغان ستونزې یوازې هواری په دې کې دی چې ټولې خواوې خپلو کې کښیني اؤ یو ګډون تړون ته ورسیږي.

د روس پلازمینه مسکو کې افغانستان کې دسولې په اړوند رابلل شوې غونډې ته خپله وینا کې د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګئ لاروف ویلي په مسکو کې دجوړې شوې غونډې موخه داده چې طالبانو اؤ افغان دولت ته نیغ په نیغه دسولې دخبرو یوه غوره موقعه ورکړل شي .

د جمعې د ورځې نه په مسکو کې افغانستان کې دسولې په اړوند غونډه پیل شوې چې پکې دافغان دولت اؤ طالبانو استازي هم برخه لري.

دروس دبهرنیو چارو وزیر غونډې ته خپله وینا کې ویلي ددې غونډې له دې لارې ګاونډیو اؤ دوستو هیوادونو ته هم موقعه ورکړل شوې ده چې په یو ځائ کښېني اؤ دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ دسولې خبرو پیل کولو کې مرسته وکړي.

روس دغه غونډې ته د ۱۲ هیوادونو استازي بللي چې پکې پاکستان،هند چین،ایران اؤ نور شامل دي خو دپاکستاني سفارتي سرچنې وایي چې غونډه کې د نهو هیوادونو استازو برخه اخستې ده .

دپاکستان لخوا په دغه غونډه کې دبرخه درلودونکې ډلې مشري دبهرنیو چارو د وزارت یو مرستیال سکتر کوي.

دافغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري رسنیو ته ویلي چې دمسکو غونډه کې دافغان دولت په استازیتوب دجاجي دین محمد په مشرۍ پینځه کسیز پلاوی برخه لري اؤ ددغه غونډې مقصد دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ د سولې خبرې پیل کول دي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پخپل یو بیان کې ویلي چې د هغوي پینځه استازي محمد عباس ستانکزی، مولوي عبدالسلام حنفي، مولوي شهاب الدين دلاور، مولوي ضياء الرحمن مدني او محمد سهيل شاهين دغه غونډې ته ورغلي دي.

دامریکا دبهرنیو چارو وزارت تیره ورځ څرګنده کړې وه چې په روسیه کې دامریکایي سفارت یو استازی به هم دمسکو غونډه کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG