امریکې ویلي ټول هیوادونه باید د افغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ دنیغ په نیغه خبرو ملاتړ وکړي ترڅو په افغانستان کې د اوږدې مودې څخه روانه جګړه پائ ته ورسیږي خو ورسره سم یې دا ټېنګار هم کړی چې د روس په ګډون به هیڅ یو هیواد طالبانو سره نیغ په نېغه خبرې نه کوي.
دامریکې دبهرنیو چارو دوزارت مرستیالې ویاندې پالا ډینو په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي امریکا دا ګڼې چې دافغان ستونزې دسوله ییز هواري دپاره باید ټول هیوادونه له خپله انده همکاري وکړي
په عین حال کې امریکا اعلان کړی چې په جینوا کې دافغان شخړې دسوله ییز هواري دپاره جوړیدونکي نړیوال کانفرنس ته به د مرکزي اؤ سویلي ایشیاء دپاره دامریکا دبهرنیو چارو مرستیاله وزیره ایلس ویلز دخپلې استازې په توګه ورلیږي.
دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیتر نوریټ هم خپل یو جلا بیان کې ویلي چې دنومبر په وروستیو کې به په جینوا کې دافغانستان دسولې په اړه یو نړیوال کانفرنس جوړ شي چې پکې به تر۶۰ؤ د زیاتو هیوادونو استازي برخه ولري.
هغې ویلي “امریکا هیله لري چې دا کانفرنس به د لسیزو راهسې د دوامداره افغان شخړې دهواري دپاره د نړیوالې ټولنې د ژمنتیا په هکله یو پیاوړی پیغام ورکړي”
ویاندې زیاته کړې د جینوا کانفرنس به افغان دولت ته هم موقعه په لاس ورکړي چې هیود کې دامن دټېنګښت دپاره داخستل شوؤ ګامونو نه نړۍ خبر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن دجمعې په ورځ مسکو کې هم افغانستان کې دسولې په اړوند یو کانفرنس پیل شوی چې پکې دطالبانو ،افغان دولت اؤ امریکا په ګډون د۱۲ هیوادونو استازي برخه لري.
په دې وروستیو کې امریکا اؤ افغان دولت افغانستان کې دسولې هڅې چټک کړي اؤ څیړونکي وایي چې امریکا اؤ ناټو په پاکستان هم فشارونه راوړي چې طالبان افغان دولت سره سولې ته اماده کړي.
تیره اوونۍ مرکزي اؤ سویلي ایشیاء دپاره دامریکا دبهرنیو چارو مرستیالې وزیرې ایلس ویلز دکابل اؤ اسلام اباد سفرونه هم کړي وؤ د دواړو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو سره یې په افغان سوله خبرې کړې وې