لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مولانا سميع الحق د وژنې علت تراوسه نه دی مالوم شوی


د پلازمينې اسلام اباد سره جوښت پېنډۍ ښار پوليسو ويلي د مولانا سميع الحق د وژنې د ځای څخه يې شواهد راټول کړي او د سائنسي لارې د وژنې علت مالوموي.

د جمعيت علمااسلام (س) ډلې مشر او د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانيه مدرسې مشر مولانا سميع الحق د روانې میاشتې په دوېمه نېټه په پېنډۍ ښار کې په خپل کور کې وژل شوی ؤ، هغه په چړو وهل شوی ؤ.

د هغه زوي حامدالحق ويلي ؤ، پلار یې په کور کې یواځې وو او د هغه محافظ او ډرایور له کوره د باندې په څه کار پسې وتلی وو خو وایي کله چې هغه کور ته ور ستون شوي وو، نو لیدلي یې وو چې مولانا سمیع الحق په وینو لړلی پروت دی.

د ځايي ميډيا ترمخه پېنډۍ پوليسو ویلي دوی د موقعې څخه د ګوتو نخښې او نورې ۲۵ نمونې ترلاسه کړي او سائنسي (فرانزک) ليبارټرۍ ته يې ليږي او هيله مند دي چې د سائنسي رپوټ نه به ورته يو څه درک وشي چې هغه څنګه وژل شوی دی.

پوليس ویلي دوی د هغو خلکو نه هم پوښتنې کوي د چا سره چې مولانا سميع الحق په تېره مياشت کې د موبايل ټيليفون د لارې رابطې شوي دي.

ويل شوي دوی د مولانا د شخصي سيکرټري احمدشاه د پېښې د ورځې د ټيليفونونو دخبرو هم جاج اخلي خو ويل شوي تراوسه د هغه نه په رسمي ډول پوښتنې نه دي شوي.

د مولانا سميع الحق د وژنې مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړی شوې ده.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت ويلي د مولانا د وژنې علت به مالوموي او په دغه پېښه کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته راولي.

خو راپورونه هغه پوليس افسر چې د مولانا د وژنې د پېښې پلټنې يې کولی هغه د دغه ځای څخه بل ځای ته بدل کړی شوی دی.

مولانا سمیع الحق به خپل ځان د طالبانو د "روحاني پلار" په نوم یادولو، ويل کيږي ګڼ شمېر مهمو طالبانو د هغه د مدرسې نه تعلیم ترلاسه کړی وو.

افغان طالبانو د مولانا د وژنې غندنه هم کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG